The news is by your side.

طالبانو د سږکال د کانکور پایلې اعلان کړې، په لسو غوره مقامونو کې نجونې نشته

د طالبانو د ازموينو ملي ادارې نن شنبه د ۱۴۰۱ کال د کانکور پایلې اعلان کړې.

د اعلان له مخې سږ کال د کانکور عمومي اول نمره د هرات ولايت نه يو زده کوونکی دی.

سليمان د غلام جيلاني زوی د هرات ولايت نه د ۳۵۵,۴ نمرو په اخيستو سره سږ کال د کانکور عمومي اول نمره وښودل شو.

همدارنګه د ازموينو ملي ادارې سږ کال په کانکور کې لس غوره زده کوونکي چې په ترتيب سره يې لس مقامونه تر لاسه کړي وو اعلان کړل.

په يادو لسو مقامونو کې هېڅ نجلۍ نشته، خلک نيوکه کوي چې ولې نجونو ته په لسو مقامونو کې ځای نه دی ورکول شوی، وايي امکان لري چې حداقل يوه نجلۍ دې هم په لسو مقامونو کې نه اوسي په داسې حال کې چې د جمهوريت په وروستيو کلونو کې نجونو ډېر پرمختګ کړی وو او هر کال د هېواد په کچه د‌ کانکور عمومي اول نمره د نجونو له ډلې وه.

د‌ يادونې وړ ده چې سږکال د کانکور ازموينه کې ۱۶۰ زره زده کوونکو ګډون کړی وو.

د پايلو د اعلان په بنسټ له سليمان وروسته محمد شبير د ۳۵۵ نمرو په ترلاسه کولو د کابل څخه په دويم مقام، هدايت الله د ۳۵۳ نمرو په اخيستو په دريم مقام، محمد ضيا د ۳۵۳ نمرو په اخيستو له غزني ولايت نه په څلورم مقام او همدارنګ محمد عزيز له کندز، شپږم نمره له‌ کابل، سيد محسن له بلخ، نجيب الله له باميانو او محمد عبدالله په ترتيب سره تر لسو مقامونو راغلي دي.

Comments are closed.

koi finance