The news is by your side.

طالبان: محمود کرزي ته د حقوقي ستونزو له کبله بهر ته د تګ اجازه نه ورکوو

د پخواني ولسمشر حامد کرزي ورور محمود کرزي ته دوبۍ ته د تګ اجازه نه ده ورکول شوې او د طالبانو له لوري یې مخه نیول شوې.

د طالبانو د وياند مرستيال بلال کريمي ويلي محمودي کرزي ته د حقوقي ستونزو له کبله له هیواده بهر د تګ اجازه نه ده ورکړل شوې او نوموړی ممنوع الخروج اعلان شوی دی.

په ورته مهال ځينو رسنيو داسې خبرونه خپاره کړي چې د ښار جوړونې او ځمکې پخواني وزير او د عينو مینې د افکو کمپنۍ مشر محمود کرزي غوښتل متحده عربي اماراتو ته ولاړ شي خو په کابل هوايي ډګر کې يې د تګ مخه نيول شوې او د طالبانو له خوا نا معلوم ځای ته بېول شوی، خو طالبان يې د نيولو اوازې ردوي.

داسې ويل کيږي چې څو ورځې وړاندې د عينو مېنې د سهم پر سر د محمود کرزي او بل شريک حامد هلمندي تر منځ دعوه پيدا شوې وه چې د عدليې وزارت په همکارۍ يو کمېسيون يې ستونزه حل کړه.

دا لومړی ځل دی چې طالبانو د پخواني ولسمشر حامد کرزي کورنۍ ته لاس ور واچاوو.

طالبانو همدارنګه پر حامد کرزي هم د سفر بندیزونه لګولي او څو څو ځل يې له هوايي ډګر راګرځولی په داسې حال کې چې د پخواني حکومت د ملي پخلاينې عالي شورا رييس ډاکټر عبدالله عبدالله ته د بهرنيو سفرونو اجازه ورکول کيږي.

Comments are closed.