The news is by your side.

افغان کډوالو سره د پاکستاني پوليسو ظلم

پاکستان ته اوښتي کډوال چې د ياد هېواد پوليسو له لوري نيول شوي او زندانونو ته اچول شوي دا مهال په خورا بد وضعيت کې دي چې ځينې يې بېړنيو درملو ته هم اړتيا لري خو پاکستاني پوليس ورسره بد چلند‌کوي او شکنجه کوي يې.

دوه ورځې وړاندې يو افغان کډوال ماشوم د‌ کراچۍ په زندان کې د بد وضعيت له امله ساه ورکړه. او همدا شان په لسګونه نور کډوال دا مهال په سخت روغتیايي حالت کې دي خو د پاکستان پوليس د دې سره سره هم وهل ټکول ورکوي.

د پاکستان زندانونو کې لسګونه کډوال د وکيلې منيرې کاکړ په وکالت او مرسته خوشې شوي خو لا هم سلګونه نور بنديان دي.

وکيله منوره کاکړ چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی هم ده وايي په خپل ټول توان هڅه کوي چې کډوال را خوشې شي او دا خپله وجيبه بولي.

پاکستاني پوليس هغه افغان کډوال نيسي چې په غير قانوني توګه پاکستان ته اوړي خو په دې کې هغه شمېر کډوال هم شته چې قانوني اسناد لري او يا د کډوالو ادارې سره ثبت دي.

پاکستان کې هغه کډوال چې تازه د منيرې کاکړ په وکالت او مرسته خوشې شوي وايي په زندانونو کې ورسره خورا بد چلند کيږي، له دوی ټول هغه وسايل اخيستل کيږي چې له ځان سره يې وړي ان سره زر او په لکونو پيسې ترې اخيستل شوي خو پاکستاني پوليس اوس د دوی په مالونو منکر دي.

تر اوسه د طالبانو حکومت په پاکستان کې د افغان کډوالو سره کیدونکي چلند په اړه هېڅ غبرګون نه دی ښودلی او نه يې د کډوالو را خلاصېدو لپاره د هڅو کولو ښکاره خبره کړې ده.

د پاکستان زندانونو کې ورځ تر بلې د افغان کډوالو زياتېدونکي شمېر افغانان اندېښمن کړي او د‌ کډوالو چارو له نړيوالو ادارو غواړي چې د پاکستان پر وړاندې اقدام وکړي.

په ورته مهال په خيبر پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ هڅه کوي د افغان کډوالو غږ پورته کړي اود زندانيانو په ملاتړ لاريونونه راوباسي‌.

Comments are closed.

koi finance