The news is by your side.

بټوې وکاروئ او ملي کرنسي وساتئ؛ د نويو افغاني بانک نوټونو لپاره خواله رسنيو کې د فعالانو کمپاين

روانه اوونۍ افغانستان ته نوي چاپ شوي افغاني بانک نوټونه را ورسېدل. او د افغانستان مرکزي بانک ته وسپارل شوې.

په خواله رسنيو کې فعالانو د افغاني بانک نوټونو د ښې ساتنې لپاره په خلکو غږ کړی چې جېبي بټوې وکاروي.

دوی د بټوو د کارولو لپاره کمپاين پيل کړی او خلکو ته وايي چې بټوې وکاروئ او ملي کرنسي وساتئ.

خو د دې کمپاین پر وړاندې د‌خلکو غبرګون دا دی چې دوی پيسې نه لري نو په بټوه کې به څه شی وساتي، وايي که حتی زړې پيسې هم ولري په اوسنيو حالاتو کې اړ دي چې ښې يې وساتي. ځکه چې اړتيا ورته لري.

خواله رسنيو کې د فعالانو له خوا ياد کمپاين ځکه په لاره اچول شوی چې د افغانستان ملي کرنسي يا افغانۍ د خلکو د نه پاملرنې له امله ژر خرابې، زړې او له چلېدلو ولوېدې.

د نويو افغاني بانک نوټونو په اړه د افغانستان د ماليې پخواني وزير وحيدالله نوشېر په خپل فېسبوک پاڼه ليکلي چې د تازه چاپ شوېو افغانيو بڼه او محتوا همغه پخوانۍ ده.

وايي، ټولې ۱۰ ميليارده افغانۍ چاپ شوې وې، ۷ ميليارد يې پخوا د افغانستان بانک ته سپارل شوې وې او باقي ۳ ميليارده يي اوس تازه وخت راغلې.

ښاغلی نوشېر زياتوي چې ۲ ميليارده يې شلګون، او ۱ ميليارد يې لسگون دي چې پولينډي شرکت (PwPw) چاپ کړي دي.

نوشېر د‌ افغانیو د‌ زړښت په اړه هم ويلي چې په اوسط ډول واړه نوټونه ۳ کلونو کې زړيږي، او لوی نوټونه (۵۰۰، او ۱۰۰۰) په لس کلونو کې زړيږي.

په ورته مهال که چېرې نوي افغاني بانک نوټونه چاپ شوي نه وو نو زړې افغانۍ به نور په جېب کې د ګرځولو او بازار کې د تبادلې وړ نه وې.

Comments are closed.