The news is by your side.

محسن داوړ: د اشرف غني انځور مې د رقيبانو «پاکستان» د سوځولو لپاره خپور کړ

پښتون سياستوال محسن داوړ په متحده عربي اماراتو کې له پخواني ولسمشر محمد اشرف غني سره ليدلي او د هغه سره اخيستی ګډ انځور يې په خواله رسنیو پورته کړی.

داوړ له انځور سره ليکلي: خوښ يم چې له ولسمشر اشرف غني سره مې وليدل، هغه په افغانستان او سيمه کې سولې ته په کار کولو ژمن دی.

په ورته مهال بيا د ټولنيزو رسنيو يو فعال ليکلي چې محسن داوړ سره يې په يو ليدنه کې د انځور د خپرولو موخه را ياده کړه.

وايي محسن داوړ ويلې، انځور مې د رقيبانو د سوځولو لپاره خپور کړ، کله چې د غني د لوړې مراسمو ته تللی وم د پاکستان پوځ او سياسيونو د پاکستان له پارلمان نه زما او د علي وزير د ويستلو هڅه وکړه. هر کار کې يې راته ستونزې جوړولی خو بريالي نه شول ځکه موږ په حقه وو او حق زورور وي.

داوړ ويلي، د اشرف غني پوښتنې ته ورغلی وم او ورسره ګډ انځور مې خپور کړو څو ثابته کړم چې موږ د خپلو افغان مشرانو او ورونو څخه نه شي بېلولی او نه مو د لر او بر نارې څخه په شا کولی شي.

داوړ د پاکستان په سرحدونو او کراچۍ کې د افغان کډوالو وضعیت په اړه هم يادونه کړې او ويلي دي چې د افغانانو سره د پاکستاني پولیسو بد چلند وينم او خواشینی يم او چې پېښور ته لاړم د دې موضوع لپاره به غږ پورته کوم.

د يادونې وړ ده چې د محسن داوړ او اشرف غني انځور په خواله رسنيو کې خورا زيات لاس په لاس شوی او له هر ملي سره مخ شوی دی.

Comments are closed.

koi finance