The news is by your side.

طالبان جامو ګنډونکو ته: له دې وروسته د ښځينوو جامې ورته مه ګنډئ

طالبانو پر افغان ښځو د محدودويتونو لګولو په لړۍ کې دا ځل نارينه جامو ګنډونکو يا خياطانو ته ويلي تر دې وروسته د ښځينو جامې مه ګنډئ.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت په کابل ښار کې خياطانو ته په شفاهي ډول ويلي چې نور له ښځينه مراجعينو د ګنډلو لپاره جامې مه اخلئ او مه يې ورته ګنډئ.

ياد وزارت ويلي تر دې وروسته دې ښځې ځان او يوې بلې ته په کور کې خپلې جامې وګنډي او نارينه خياطانو ته دې مراجعه نه کوي.

د کابل ښار جامې ګنډونکي يا خياطان وايي مجبور دي چې د طالبانو امر ته غاړه کيږدي که سرغړونه وکړي يا د طالبانو له خوا وهل کيږي او يا يې دوکانونه تړل کيږي چې په دې توګه زموږ ورځنی کاروبار بيا خرابيږي او بيا به نه شو کولی د ژوند لومړنۍ اړتياوې پوره کړو.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د دې فرمان په غبرګون کې ښځې وايي، لومړی يې راباندې د زده کړو او کار کولو محدوديت ولګولو، بيا يې د ښځو لپاره ځانګړي ورزشي کلپونه هم راباندې بند کړل او د پارکونو له تړلو وروسته اوس زموږ د جامو ګنډلو او نه ګنډلو کې هم دوی کار لري، که دوی پر ښځو د محدودويتونو لګولو پر ځای د وږو خلکو د ګېډو مړولو او خلکو ته کار پيدا کولو باندې فکر وکړي ښه به وي.

د کابل اوسيدونکي هم وايي طالبانو د ښځو شا نيولي او هر نوی فرمان يې د ښځو په اړه وي حالانکه په وطن کې لومړيتوبونه نور دي چې طالبان پرې بايد فکر وکړي خو دوی له پامه غورځولي دي.

Comments are closed.