کابل ښار کې د درنو چاودنو او ډزو غږونه اورېدل شوي
کابل ښاریان وايي تېره شپه يو ځل بيا د درنو ډزو غږونه اورېدل کېدل او دوی ټوله شپه له وېرې خوب نه دی کړی.
ويل کيږي طالبانو يو ځل بيا د کابل په شمال کې عمليات کړي دي.
په خواله رسنیو کې هم ګڼو خلکو د کابل د شمال له پنځه سوه فاميلی سيمې څخه د چاودنو او ډزو په اړه ليکل کړي وو چې د څو ساعتونو لپاره يې دوام وکړو.
په ورته مهال د طالبانو د کورنیو چارو وزارت پرته له جزيياتو ورکولو رسنيو ته وويل چې په پنځه سوه فاميلی سيمه کې يې تصفيوي عمليات کول.
د يادونې وړ ده چې طالبانو څه موده وړاندې هم د کابل په شمال کې تصفيوي عمليات کړي وو.
طالبان ادعا کوي چې تصفيوي عمليات يې د داعش پټنځايونو باندې وو او موخه يې د داعش وسله والو له منځه وړل دي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د واکمنۍ سره سم دوی هڅه کوي داعش وسله وال له منځه يوسي.
عام خلک شکايت کوي چې طالبان د داعش په نوم د دوی د کورنيو بې ګناه غړي هم نيسي شکنجه کوي يې او ان وژني يې.
په ورته وخت کې سلفي عالمان هم له طالبانو شکايت کوي چې دوی ځوروي ځوانان يې نيسي او وژني يې.
وايي، که طالبان دا لړۍ ونه دروي ډېر خلک به د خپل ژوند د بقا لپاره مقاومت او داعش ډلې ليکو ته په ورتګ مجبوری شي.
Comments are closed.