The news is by your side.

انګلېنډ د ۲۰۲۲ شل اوريز نړيوال جام سياليو اتلولي خپله کړه

د کرېکټ شل اوریز نړیوال جام کې نن په پای لوبه کې انګلېنډ پاکستان ته ماتې ورکړه او د ۲۰۲۲ نړيوال جام سياليو اتلولي يې وګټله.

د نن لوبې پچه انګلېنډ وګټله او لومړی يې د ډګر ساتنې پریکړه وکړه.

 

دغه سيالي چې د اسټراليا په ملبورن کې ترسره شوه، پاکستان په توپ وهنه کې د شل اورونو په لوبولو او اته لوبغاړو له لاسه ورکولو سره انګلینډ ته ۱۳۷ منډې هدف ورکړ.

انګلېنډ د ۱۳۸ منډو په تعقيب پنځه لوبغاړي له لاسه ورکړل او په ۱۹ اوو کې يې هدف پوره کړو چې په دې سره د دويم ځل لپاره د شل اوريز نړيوال جام اتلوالي په خپل نوم کړه.

د پاکستان لپاره په توپ وهنه کې بابر اعظم ۳۲، شان مسعود ۳۸ او شاداب خان ۲۰ منډې جوړې کړې.

انګلینډ له خوا په توپ اچوونه کې سام کرن د څلورو اورونو ترسره کولو سره درې لوبغاړي وسوځول او ۱۲ منډې يې ورکړې، عادل رشيد او کرېس جارډن دوه-دوه او بېن سټوکس يو لوبغاړی وسوځاوه.

انګلېنډ لپاره په توپ وهنه کې بيا بېن سټوکس ۵۲ زياتې نا سوځیدلی منډې وکړې، پاکستانته حارث رؤوف دوه، محمد وسيم، شاهين افريدي او شاداب خان يو-يو ویکټ واخیسته.

Comments are closed.