طالب مشرانو د هغو طالبانو نيولو امر کړی چې په افغان ښځو يې د ننګ په خاطر په پاکستاني ملېشو ډزې کړي
طلب مشرانو د هغو وسله والو طالبانو د نيولو امر کړی چې پاکستاني ځواکونه يې هلاک کړي دي.
په کابل او کندهار کې طالب مشرانو د هغو وسله والو طالبانو د نيولو امر کړی چې په سپين د کندهار په بولدک ولسوالۍ کې يې د افغان ښځو په ننګه په پاکستاني ځواکونو بريد کړی.
خبریال وېب پاڼې ته را رسېدلي معلومات ښيي چې پاکستاني ملېشو افغان ښځې ځورولې او په نارينوو يې د هغوی د بدن تالاشي اخيستله چې ځينو جذباتي طالبانو ډزې ورباندې وکړې.
تر دم ګړۍ د څلورو پاکستانيو ملېشو د هلاک کېدو او يو شمېره نورو د ټپي کېدو راپورونه تاييد شوي دي.
د طالبانو ډزې په تبادله واوښتی او وروسته شخړه رامنځته شوه د پرلپسې شخړو وروسته د کابل او کندهار طالب چارواکي په دې شخړه ور ګډ شول او د شخړې د را لنډولو هڅه يې وکړه.
معلومات ښيي چې د کندهار لپاره د طالبانو والي وفا د پاکستان کونسلګرۍ ته ور بلل شوی او د تورو شیشو موټر کې کې کونسلګرۍ ته ورغلی او ښکاري چې د پاکستان کونسلګرۍ ته احضار شوی دی.
طالبانو د پېښې د کنټرول پوره پوره هڅه وکړه او تر ډېره يې د رسنيو نه د جزييات پټ ساتلي.
Comments are closed.