The news is by your side.

د طالبانو استخباراتو ليکوال ظاهر عمار د فېسبوک پوسټونو له امله لادرکه کړی

ليکوال او د ننګرهار ولايت د برېښنا رياست وياند ظاهر عمار کورنۍ د طالبانو د استخباراتو له لوري د‌ عمار د نيولو ادعا کوي.

د ظاهر عمار د کورنۍ غړي وايي، عمار د اکټوبر په ۳۱مه نېټه ننګرهار کې د طالبانو د استخباراتو له لوري ونيول شو او څو ورځې وروسته د قومي مشرانو په ضمانت خوشې شو. خو په سبا يې بيا د طالبانو له لوري ونيول شو او تر اوسه يې د مړي ژوندي په اړه دوی ته معلومات نشته.

دوی وايي، طالبانو ظاهر عمار په فېسبوکي پوستونو نيولی او ادعا کوي چې عمار زموږ نظام پسې منفي تبليغات کوي.

بل لور بيا د ظاهر عمار ملګري وايي چې عمار ممکن د خپل وروستي پوسټ له امله چې په بدخشان ولايت کې يې د پوهنتون د نجونو وهل غندلي وو نيول شوی وي.

ظاهر عمار په ننګرهار کې د‌ عمار په نوم خپرندويه ټولنه او کتاب پلورنځی هم درلود او په خواله رسنیو کې فعال وو چې وخت ناوخت به يې اصلاحي نيوکې کولې.

په ورته مهال د ظاهر عمار د ملګرو او خواله رسنيو د فعالانو له خوا د نوموړي د خلاصولو لپاره د #ReleaseZahirAmmar ټرېنډ روان دی.

د طالبانو استخباراتو تر اوسه رسنيو ته د‌ عمار نيول نه دي تاييد کړي او نه په دې اړه د رسنيو پوښتنو ته ځواب وايي.

Comments are closed.