The news is by your side.

پاکستان له طالبان غواړي چمن دروازه کې د دوی د ملېشو قاتل ور وسپاري

پاکستان له یکشنبې ورځې راهيسې د سوداګرو پر وړاندې د د چمن دروازه تړلې.

تازه پاکستان د يادې دروازې د پرانيستلو لپاره طالبانو ته نوی شرط اېښی.

د پاکستان سرحدي چارواکي وايي تر هغې به د‌ چمن دروازه خلاصه نه‌ کړي څو طالبان د دوی د ملېشو قاتل ور ونه سپاري.

د چمن لاره د یکشنبې په ورځ وروسته له هغې وتړل شوه چې پاکستاني پولیسو افغان مېرمنې ځورولې او په نارينوو يې د هغوی تالاشي اخيستله.

د پاکستاني پولیسو دې کار له امله د ځينو طالب وسله والو غوسه را وپارېده او په پاکستاني پوليسو يې ډزې وکړې.

په‌ دغه پېښه کې څلور پاکستاني پوليس هلاک شول.

د کابل او کندهار طالب چارواکو هڅه وکړه موضوع غلې کړي او د هغو طالبانو د نيولو امر يې وکړ چې په پاکستاني پوليسو يې ډزې کړې وې.

د يادونې وړ ده چې د‌ دې پېښې له امله د طالبانو د کندهار والي والي هم د پاکستان کونسلګرۍ له خوا احضار شوی وو.

اوس مهال د چمن دروازه د پاکستان له خوا د سوداګريزو موټرونو په مخ تړل شوې.

Comments are closed.