The news is by your side.

افغانستان د هند ۴۱م نړيوال نندارتون کې نړیواله بازار موندنه وکړه

پرون دوشنبه ماښام د هند په پلازمېنه نوي ډهلي کې د هند د سوداګريزې ودې ادارې، د هند د سوداګرۍ وزير او د‌ کابينې يو شمېر غړو له خوا ۴۱م نړيوال نندارتون پرانیستل شو چې د افغانستان د سفارت له خوا هم په کې افغاني توکي نندارې ته اېښودل شوي وو.

د افغانستان سفارت د سوداګريزې ودې د پاليسۍ د پلي کیدو په ترڅ کې سږ کال په ياد نندارتون کې افغاني توکي د نړیوالې بازار موندنې لپاره وړاندې کړل.

د افغان سوداګرو له خوا په دې نندارتون کې د افغانستان د وچې او تازه مېوو بېلابېل ډولونه، غالۍ، زعفران، لاسي جوړ شوي توکي، نيمه قيمتي ډبرې او يو شمېر نور توکي په ۲۲ بېلابېلو غرفو کې د نندارې لپاره اېښودل شوي وو.

دا توکي به د ۱۵ ورځو لپاره په نندارتون کې ایښې وي او د توکو د خرڅلاو ترڅنګ يې د هند بېلابېلو ايالاتونو، نړيوالو سوداګرو، سوداګريزو شرکتونو او توليدي فابريکو سره د‌ سوداګريزو هوکړو او مذاکراتو برخه هم په پام کې نيول شوې.

هند کې د افغانستان سفير فريد ماموندزي د هند له حکومت او سوداګرو مننه کړې چې په دا ډول حساسو شرايطو کې يې د افغان سوداګرو او د افغاني توليداتو او محصولاتو د رسولو او نښلولو زمينه برابره کړه.

ماموندزي زیاته کړې چې په دې سره به افغان کروندګرو ته د کار زمينه برابره شي او د افغانستان اقتصادي ثبات کې به د پام وړ نقش ولري.

هند دا مهال د وچې مېوې ۸۵ سلنه اړتيا له افغانستان پوره کوي او په پرلپسې ډول افغانستان د ۱۷م ځل لپاره د لوی ګډونوال په توګه په دې نندارتون کې برخه اخلي.

د افغانستان سفير وايي له هند او د هند له طريقه له نورې نړۍ سره د افغانستان د سوداګريزو اړيکو جوړولو لپاره يې ځانګړي پروګرامونه په لاره اچولي دي، او د هند له حکومت او لويو سوداګرو سره يې په دې اړه بحث کړی چې د سيمې په کچه د سوداګريزو او اقتصادي فعاليتونو لپاره د افغانستان او هند هڅی همغږی کړئ او ګډ اهداف ترلاسه کړي.

د يادونې وړ ده چې ياد نړيوال نندارتون د څو کلونو را په دې خوا د کرونا د احتياطي تدابيرو له امله ځنډېدلی وو او يا يې د فعاليت کچه محدوده شوې وه.

Comments are closed.