The news is by your side.

کندهار: طالبانو د ماهیانوپه څلور لارې عملیات کړي او له منځه یې وړې ده

د شنبې په ورځ طالبانو د کندهار په دوهمه عينومېنه کې شپني عمليات کړي او د څو ساعتونو لپاره یې لاره او دوکانونه ټول بند کړي ول.

د طالبانو نظامي کسانو پر دې چوک په دوکانونو کې ټول کسان بندي کړي او د دوی د مارکيتونو سرونو ته ختلي.

تر دوه ساعته عملیاتو وروسته چې خلک له دوکانونو څخه راوځي، د عینو مېني د دولفین څلور لارې څخه څلور دولفینان ماهيان، چي دغه څلور لارې کې د فوارې لپاره جوړ شوي وه مات او پر ځای یې یوه عادي فواره نصب کړې وه.

د کندهار په عينومېنه کي دغه څلور لارې د ماهيانو په په فوارې مشهوره ده.

دغه څلور لاري د ۴۵ زره ډالرو په لګښت څو کاله مخکې جوړه شوې وه.

يو شمېر ښاریانو د ټلیفون پر کرښه خبريال ادارې ته د طالبانو دا کړنه غندلې او دا یې د ښار د ښکلا  له منځه وړلو په مانا بللې ده.

پر دې څلور لاري هر مازديګر او په خاص ډول د جمعې په ورځو کي په زيات شمېر خلک د تفريح لپاره کښېني او ځيني کسان چي د نورو سيمو دلته راځي يادګاري عکسونه هم اخلي.

ان طالبان هم پر همدې څلور لارې کي سلفي تصويرونه اخلي.

طالبانو ټول هغه څلور لاري د منځه وړي، چي مجسمې ته ورته نښانونه پر جوړ شوي وي، په لومړيو ورځو کي يې د ارغنداب ولسوالۍ د بابا صاحب د مقبرې پر څلور لاري جوړ سوي درې اسونه هم نړولي ول او تر اوسه هغه څلور لاري تخريب پاته دی.

Comments are closed.