The news is by your side.

کندهار: پر ډېورنډ کرښه د طالبانو او پاکستاني پوځيانو ترمنځ د شخړې اصلي کیسه څه ده؟

د دوشنبې په ورځ د کندهار په سپين بولدک او چمن ترمنځ پر دروازه د طالبانو او پاکستاني پوځيانو ترمنځ د شخړې اړوند بېلابيل راپورونه خپارل شول او ان د تلفاتو شمېر هم په رسمي ډول دقيق نه دی نشر شوی.

خبريال ادارې د خپلو لوړ رتبه سرچينو څخه د شخړې د رامنځته کېدو او تلفاتو دقیق ارقام تر لاسه کړي.

په سپين بولدک ولسوالۍ د ډيورنډ کرښک د دې دروازې له لارې په سلګونه افغانان هره ورځ د ناروغيو د تداوي، سوداګرۍ او هم نورو هېوادونو ته د تګ لپاره ځي او راځي.

له ډېره وخته پر دې لار تلوونکي مسافر د پاکستاني نظامیانو د ناسم چلند څخه شکايت کوي.

په دې اړوند د خلګو غبرګونونه هغه وخت زيات شول، کله چې پر ټولنیزو رسنيو يوه ويډيو خپره شوه او یو پاکستانی پوځي يوه افغان مېرمن په چکو وهي.

د خبريال ادارې لوړ رتبه سرچينې وايي، د دوشنبې په ورځ يو طالب د بولدک ولسوالۍ د ډيورنډ پر همدې دروازه د يوه پاکستاني نظامي سره په خبرو کي وايي پر افغان ښځو او ماشومانو ظلم مه کوئ او په چکو يې مه وهئ.

د همدې باوري سرچينې په خبره، پاکستاني پوځي يې خبره په ملنډو اړوي او يوه بله افغان مسافره مېرمن چې پاکستان ته روانه وه، له دروازې تېره شوه او همدې پاکستاني نظامي په څپېړه ووهله.

همدا باوري سرچينه زیاتوي: (( دا طالب او یو پاکستاني پر دا کوچنۍ دروازه چي خلک تګ راتګ کوي عادي خبرې يې په فزيکي شخړې واوښتې او پر پاکستاني پوځيانو يې ډزې وکړې، د ډزو سره سم د مسافرو ګڼه ګوڼه  ډېره شو، چي نيمي پاکستان لوري او نيمی افغان لوري ته په ځغستا شول، د دې سره سم پاکستاني پوځيانو پر مسافرو ډزې شروع کړې))

په دې بريد کي د يوه طالب له لوري دوه پاکستاني پوځيان هلاک شوي او دوه نور زخميان شوي، طالبانو يو پاکستانی پوځي د ځان سره په زخمي حالت کې ژوندی نیولی و.

د پاکستاني پوځيانو په ډزو کې افغان لوري درې مسافر هم ټپيان شوي چی هم مهاله روغتون ته يو وړل شول.

د طالبانو يوې لوړي نظامي امنيتي سرچينې خبريال ادارې ته وويل، د دوشنبې په ورځ ماسپښين درې بجې د پاکستاني نظامیانو او طالبانو ترمنځ د بولدک ولسوالۍ په کمیسيارۍ کي د ستونزي پر حل ناسته وشوه، چي بې نتيجې پای ته ورسېده او پاکستانيانو د طالبانو زخمي پوځي هم د ځان سره وړی.

د کندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر پېښه تایید کړې خو تر پيښې دوه ورځي وروسته یې هم مکمل جزيات شريک نه کړل.

د طالبانو وياند زبيح الله مجاهد بيا ويلي، چي بريد د دوی اړوند نظامي کس نه دی کړی.

ځينو سرچينو ويلي دا بريد يوه طالب وسله وال د هغې ښځې د غچ اخيستلو په موخه کړي، چې څه موده مخکي يوه ويديو نشر شوې او يو پاکستانی نظامي يوه افغانه مېرمن وهي.

دا دريمه ورځ ده چي د ډيورنډ کرښې همدا دروازه د پاکستان حکومت له لوري بنده شوې او دواړو لوريو ته په زيات شمېر افغانان بند پاته دي.

د بريد سره هم مهاله د پاکستان حکومت په يو شمېر ټويټونو کې غبرګونونه ښودلي دي، د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، هغه افغانان چي په پاکستان کي مېشت دي، خپلې ويزي دې نوي کړي او که غيري قانوني ونيول شول، په درې کلن بند به يې محکوم کړي.

پاکستان حکومت له طالبانو غوښتي چي بريد کوونکی دې دوی ته تسليم کړي او تر هغه وروسته به د دروازې پر خلاصون غور کوي.

د ډيورنډ کرښک پر همدې دروازه هره ورځ په اوسط ډول تر شل زره زيات کسان تګ راتګ کوي.

ډېری کسان د دروازې دواړو غاړو ته سوداګري کوي او کورونه یې هم د کرښي دواړو طرفونو ته پراته دي.

Comments are closed.