The news is by your side.

کندهار: روسیې ته د انارو صادرات پيل شول

د طالبانو د ماليې وزارت اړوند افغان کارټ دولتي شرکت له لوري روسیې هېواد ته د کندهار څخه شل ټنه انار صادريږي.

د افغان کارټ دولتي شرکت مسئول سید محمد قسیم ابراهیم وايي په روسيه کې د سوداګرو سره د غنمو، تېلو او په یو شمېر نورو برخو کې تړونونه کړي. او په خبره يې چې ډېر ژر به د همدې شرکت په مټ هېواد ته د غنمو، تېلو او نورو توکو واردات پيل شي.

د هغه په خبره، چي په لومړي اقدام کې به شل ټنه د کندهار انار ډېر ژر روسیې ته وليږي.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خوني مشر محمد صديق مهمند وايي، دوی په دې هڅه کې دي، چي د کندهار وچه او تازهه مېوه بهرنيو هيوادونو ته په معياري ډول وليږي او په صادراتو کې ډېروالی راولي.

په ورته وخت کي په کندهار کې د تازه مېوې د اتحاديې مشر حاجي نانی اغا وايي، که حکومت سوداګرو ته په ترانزيټي برخه کي امکانات برابر کړي، دوی د دې ظرفيت لري، چې په زياته اندازه مېوې په معياري ډول اماده او د هر هيواد د معيار مطابق يې ددوی تر بازارونو پوري ور ورسوي.

اوس مهال په کندهار کې د انارو تر ټولو ښه موسم دی او باغ لرونکي په زياته اندازه انار د کندهار له باغونو راټول کړي دي.

د کندهار انار د خوند او رنګ له کبله نړيوال بازار لري.

مخکې د کندهار د انارو زياته برخه پاکستان ته لېږدول کېدل خو سوداګر وايي که نورو هیوادونو ته امکانات ورته برابر شي دوی به د کيفيت له مخې لوړه درجه انار ورته ورسوي.

Comments are closed.