The news is by your side.

سپين بولدک کې د پاکستاني پولیسو قاتل د پاکستان خلاف جهاد اعلان کړ

د کندهار سپين بولدک ولسوالۍ چمن دروازه کې د پاکستاني پولیسو قاتل بلال احمد په يو وېډيويي خبرو کې د پاکستان پر وړاندې د جهاد اعلان وکړ.

بلال په خپلو خبرو کې وويل د په پاکستاني پوليسو يې ځکه ډزې وکړې چې افغان کډوال يې ځورول او افغان ښځې يې بې عزته کولې.

بلال احمد وايي له نن ورځې وروسته په لر او بر افغانانو او بلوڅ پښتنو ورونو غږ کوم چې د پنجاب پر وړاندې د جهاد لپاره راسره يوځای شي وايي مسلمانان بايد زموږ مرسته وکړي او په داسې حالاتو کې چې څوک د پاکستان او پنجابي ملاتړ کوي بې غیرته او بې ایمانه دي.

بلال په وېډيو کې وايي په خپل کار پښېمانه نه يم وياړم او ورته نور بريدونه هم کوم.

دا وسله وال طالب وايي له هيچا نه ډارېږم، ښکاره ګرځم او څوک چې غواړي د پاکستان خلاف جهاد کې له ما سره يو ځای شي خپله شمېره ورته اعلانوي.

دا په داسې حال کې ده چې د یکشنبې په ورځ د‌ کندهار سپين بولدک ولسوالۍ په چمن دروازه کې د طالبانو او پاکستاني پوليسو ترمنځ جګړه وشوه او دوه پاکستاني پوليس په کې هلاک شول.

د طالبانو لوړپوړو چارواکو په پاکستاني پوليسو له ډزو وروسته په پاکستاني پوليسو د بريد کوونکي «بلال احمد» د نيولو امر کړی وو او پاکستان غواړي چې طالبان دې دغه طالب وسله وال ور وسپاري.

تازه بيا طالبانو د بلال احمد د وروستيو څرګندونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

Comments are closed.