The news is by your side.

طالبان پاکستان ته: د افغان ښځينه کډوالو د تالاشۍ لپاره دې په بندرونو کې ښځينه کارکوونکې وګومارل شي

په تورخم او سپين بولدک کې د‌ افغان کډوالو او ښځينو سره د پاکستاني پولیسو وروستي چلندونو غبرګونونه راپارولي.

تازه طالبانو په دې برخه کې له پاکستان ځينې غوښتنې کړي دي.

د طالبانو د رياست الوزرا سياسي مرستيال عبدالکبير کابل کې د پاکستان له شارژدفير عبيد الرحمن نظامياني سره ليدنه کې له هغه غوښتي چې د افغان ښځينه کډوالو د تالاشۍ او کنټرول لپاره بندرونو کې ښځينه کارکوونکې وګومارئ.

نوموړي ويلي له دې کار زموږ موخه او هڅه دا ده چې د افغانستان له لوري پاکستان ته کوم خطر پېښ نه شي.

د طالبانو سياسي مرستيال عبدالکبير د پاکستان شارژدافير نظامياني ته ويلي چې د پاکستان له پخواني سفير او مامورينو کوم شکایت نه لري او ډېر ترې خوشاله وو.

د دغه طالب چارواکي خبرو د ځينو فعالانو غبرګونونه راپارولي.

د خواله رسنيو فعالان وايي د دې پر ځای چې د طالبان پاکستاني پوليسو د وروستيو بدو چلندونو له امله پاکستان سره جدي مخ ته لاړ شي او په وړاندې يې اقدام وکړي دوی ورته پستې خبرې کوي او د خپلو افغان کډوالو پوښتنه ترې نه شي کولی چې ولې د کډوالو د‌ ټولو قوانينو خلاف ورسره چلند کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د تورخم او د چمن په دروازه کې د افغان کډوالو په ځانګړي توګه ښځينو سره د پاکستاني پولیسو له خوا بد چلند او بې عزتي کيږي او همدا رنګه د کراچۍ په زندانونو کې افغان کډوال شکنجه کيږي خو تر اوسه طالبانو د پاکستان د دې کارونو پر وړاندې کوم جدي غبرګون نه دی ښودلی.

Comments are closed.