The news is by your side.

راپورونه: افغانستان کې د پاکستاني طالبانو دوه مهم غړي وژل شوي

د رسنيو د راپورونو له مخې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو يا ټي ټي پي دوه مهم غړي وژل شوي دي.

په دې اړه د افغان اسلامي اژانس د ټي ټي پي د پخواني وياند احسان الله احسان له قوله او د هغو ليکنو پر اساس چې په خواله رسنیو کې خپرې شوي خبر ورکړی چې د پاکستاني طالبانو يو مهم غړی د افغانستان په ختيځ ننګرهار ولايت کې وژل شوی.

ويل کيږي د پاکستاني طالبانو د مهم مشر سيف الله بابوجي جسد د ننګرهار ولايت بټي کوټ ولسوالۍ کې د موټر سايکل او کلاشينکوف سره ليدل شوی.

په ورته مهال د ټي ټي پي بل قومندان ذاکرين په پکتيا ولايت کې وژل شوی.

افغانستان کې د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د پاکستاني طالبانو ځينې مشران او غړي په افغانستان کې وژل شوي دي.

د پاکستان حکومت څو څو ځل طالبان مخاطب کړي وو او ويلي يې وو چې په افغانستان کې ترهګريزې ډلې فعالیتونه لري او دوی په دې اړه انديښنه لري خو طالبانو يې دا ادعاوې رد‌ کړې وې او ډاډ يې ورکړی وو چې د افغانستان خاوره به د هيچا په ضد نه استعماليږي.

Comments are closed.