The news is by your side.

زرداري: طالبانو ته مو نوره حوصله ختمه ده

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري ويلي طالبان په رسميت نه پېژني بلکې نړيواله اجماع څاري که نړيوال يې په رسمیت ونه پیژني موږ يې هم نه پېژنو.

زرداري وايي د طالبانو لپاره نور زموږ او د نړۍ حوصله مخ په ختمېدو ده.

زرداري پرون جمعه په اسلام اباد کې خبريالانو ته په يوې غونډه کې وويل چې دوی لا هم د طالبانو لپاره هڅه کوي چې نړيوال ورسره تعامل وکړي، وايي له نړيوالو غواړو چې طالبانو سره تعامل وکړي څو افغانستان کې د بشري ناورين مخنيوي وشي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري په طالبانو غږ وکړ چې له افغانانو او نړيوالو سره دې په خپلو مړو ژمنو عمل وکړي.

پاکستان له طالبانو غواړي چې د ترهګرۍ سره مبارزه، د افغانانو بشري حقونو ته درناوی او ښځو ته د زده کړو حق ورکړي چې په دې توګه به پاکستان د افغانستان پر وړاندې ښه دريځ ونيسي چې د افغانانو لپاره د نړۍ ملاتړ پيدا کړي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د طالبانو په حکومت تور پورې کوي چې ترهګرو ډلو ته يې په افغانستان کې پټنځايونه ورکړي او له هغه ځايه په پاکستان بريدونه کوي نو طالبانو د پاکستان دا ادعاوې بار بار رد کړي دي.

د طالبانو وياند څو څو ځل پاکستان ته په خپلو خبرو کې ډاډ ورکړی چې هېڅکله به د افغانستان خاوره د دوی او نورې نړۍ پر ضد استعمال نه شي.

Comments are closed.