The news is by your side.

طالبان هغه بريدګر پاکستان ته سپاري چې پاکستانی پوځي يې وژلی وو

د طالبانو او پاکستاني مسؤلينو ترمنځ نن یکشنبه د دروازې پر خلاصون ناسته شوې.

دغه ناسته په چمن کي شوې او نن اومه ورځ ده، چې د بولدک او چمن تر منځ دروازه د خلکو د تګ راتګ پر مخ بنده ده او په زرګونه مسافر دواړو خواو ته بند پاته دي.

خبريال ډاټ کام ته په رسېدلو معلوماتو کي ښيي، چي په دې ناسته کې د طالبانو د پلاوي څخه د بولدک ولسوالۍ امنيه قومندان مولوي محمود، د بولدک ولسوال ملا اغا، د بهرنيو چارو وزارت يو استازی مولوي عصمت الله او يو شمېر نور کسان شامل ول.

په ناسته کې د طالبانو استازو پاکستاني لوري ته د بلال په نوم د هغه بريد ګر چي په تېره یکشنبه يې يو پاکستانی نظامي وژلی و او دوه نور يې ټپيان کړل د ورسپارلو ژمنه ورکړې.

خبريال ډاټ کام ته د سیمې څخه باخبره سرچينو هغه تصويرونه هم لېږلي، چي د طالبانو استازي په يوه بايفور، يو لنډکروزر او فېلډر موټرونو کې چمن ته د دې ناستې د پاره ورغلي وو.

طالبانو او پاکستاني نظاميانو د دروازې دواړو غاړو ته په تمه شويو مسافرو ته هم ويلي، چې د دروزاې پر خلاصېدو د دوی خبرې روانې دي او ژر به دروازه خلاصه شي.

د طالبانو يو لوړ رتبه سرچينې خبريال ډاټ کام ته په استول شوي غږيز پيغام کي تاييد کړې، چي دروازه ممکن سبا یکشنبه خلاصه شي، ځکه په دې اړه د کابل او اسلام اباد تر منځ هم خبرې شوي او لا هم روانې دي.

خو د کندهار د والي دفتر په رسمي ډول وايي، چي تر اوسه د خبرو مثبته نتيجه معلومه نه ده خو تمه ښيي، چي دروازه به ژر خلاصه شي.

د يادونې وړ ده چې د دروازې دواړو خواو ته په زرګونه مسافر د ځای د نشتوالي له کبله پر ډاګ شپې ورځي تېروي چي ډېره برخه يې ناروغان هم دي.

Comments are closed.