The news is by your side.

قطر: د فوټبال نړيوال جام نندارچيان د فوټبال لپاره د يوې شپې سلګونه ډالر مصرف ورکوي

د ۲۰۲۲ز د فوټبال نړيوال جام چې نن ماښام د قطر پلازمېنه دوحه کې پيليږي د نړۍ له ګوټ ګوټ ورته زرګونه مينه وال د ليدلو لپاره ورغلي.

د قطر هېواد د فوټبال د نندارچيانو د اوسېدو لپاره په کانټينرونو کې مفشنې خونې جوړې کړي دي.

په دغه کانټينرونو کې د هرې خونې د يوې شپې مصرف ۲۰۰ امريکايي ډالره دی.

د قطر چارواکي وايي د خونو بيه ځکه لوړه ده چې د خلکو شخصي حريم په کې خوندي دی او د ټکنالوژۍ په ټولو سیسټمونو برابرې شوي دي.

دا کانټينرونه د ۱۲ زره کسانو لپاره جوړ شوي دي.

د فوټبال نړيوال جام چې نن پيليږي د دسمبر په ۱۸مې نېټې به پای ته ورسيږي.

په دغو سياليو کې ۳۲ هېوادونه برخه لري، چې نن لومړۍ لوبه د کوربه هېواد قطر او ایکواډور ترمنځ ده، سبا به د ايران او انګلېنډ، سينيګال او هالنډ، امريکا متحده ايالاتو او وېلز د فوټبال لوبډلې سره سيالي کوي.

Comments are closed.