The news is by your side.

القاعده شبکې د نړۍ مسلمانانو ته خبرداری ورکړی چې د فوټبال لوبو له ليدو ځان وساتي

د القاعده ترهګرې شبکې يوې سيمه ييزې څانګې د نړۍ مسلمانانو ته خبرداری ورکړی چې قطر کې د فوټبال نړيوالو سياليو له ليدلو ځانونه وساتي.

د عربو په ټاپو کې د القاعدې سیمه ییزې څانګې د سايټ په نامه ډلې له خوا يو اعلاميه خپره کړې، که څه هم په قطر کې د فوټبال سياليو په اړه يې ګواښ او يا هم د‌ کوم احتمالي بريد خبر نه دی ورکړی خو له مسلمانانو يې په کلکه غوښتي چې يادې سيالۍ تعقيب نه کړي او نه په کې برخه واخلي.

القاعدې شبکې په اعلاميه کې په قطر هېواد نيوکه کړې چې د عربو ټاپو ته يې غير اخلاقي، همجنسبازان، له خدای منکر، بې لارې او مفسد خلک راوړي.

ټاکل شوې چې نندارتون ۲۰۲۲ فوټبال نړيوال جام سيالۍ په قطر کې د ایکواډور او قطر لوبډلې په سيالۍ پيل شي.

قطر هېواد له وړاندې يادو سياليو او د سيالو مينه والو او ليدونکيو لپاره بشپړه تايبا نيولې.

قطر د دغو سيالو د امنيت ساتلو لپاره شاوخوا ۵۰ زره ساتونکي ګومارلي چې په دې کې د بهرنيو هېوادونو ځواکونه هم شته چې د قطر د ځواکونو د قوماندې لاندې کار کوي.

Comments are closed.