The news is by your side.

پاکستان د پوځ مشر قمر جاوېد باجوه ځای ناستی اعلان کړټ

د پاکستان د لومړي وزير شهباز شريف له خوا د پوځ مشر قمر جاوېد باجوه ځای ناستی ټاکل شوی.

د پاکستان لومړي وزير د پوځ د مشر په توګه د عاصم منير د منظورۍ وړانديز د ولسمشر دفتر ته لېږلی.

د پاکستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزيرې مريم اورنګزېب په دې اړه په ټوېټر ليکلي چې د لومړي وزير شهباز شريف له خوا د پوځ د مشر په توګه عاصم منير وړانديز شوې.

د پاکستان د پوځ مشر قمر جاوېد باجوه د کار موده د روزنې زېږديزې مياشتې «نومبر» په ۲۹ نېټه پای ته رسيږي.

باجوه په خپلې وروستۍ وينا کې ويلي پوځ له لسيزو راهيسی په سياست کې په غیر قانوني توګه لاسوهنه کړې او نور به یې نه کوي.

جنرال باجوه زياته کړه چې ولې په ګاونډي هېواد هند کې پر پوځ د خلکو له خوا نيوکه نه کیږي؟

هغه وويل: “زما په اند د دې لامل له تېرو ٧٠ کلونو راهيسې په سياست کې د پوځ پرله پسې لاسوهنه ده، چې له اساسي قانون سره مخالفه ده. له همدې امله، د تېر کال له فبروري راهیسې، د پاکستان پوځ پرېکړه کړې چې دوی به په هېڅ سیاسي معامله کې لاسوهنه نه کوي.”

دغه ۶۲ کلن جنرال له ۲۰۱۶ کال راهیسې د ۶۰۰،۰۰۰ پیاوړې اتومي وسلو لرونکي پوځ مشري پر غاړه لري.

د هغه دنده د ۲۰۱۹ کال د اګست په میاشت کې د هغه وخت لومړي وزیر عمران خان له خوا د درې کالونو لپاره تمديد شوه.

ټاکل شوې د سه شنبې په ورځ د نومبر په ۲۹مه نېټه تقاعد شي.

Comments are closed.