The news is by your side.

پخوانی وزیر، سیاستوال او لیکوال صالح محمد زېری وپېژنئ!

صالح محمد زېری ۸۸ کاله وړاندې د کندهار په برو بازار کې وزېږېد. د احمد شاه بابا له لېسې ووت، په ۱۳۷۷ کې د کابل پوهنتون طب پوهنځي ته ولاړ او شپږ کاله وروسته فارغ شو.

کلونه وروسته د نادر شاه علي اباد کادري روغتون مشر شو. هېوادنۍ مېنې، زېری د “ويښو زلميانو” ملګری کړ. تر پرمختيايې بهير وروسته يوازني ملي پرمختيا پالي “خلکو ولسواک ګوند” ته ور ګډ شو.

هو، زېری د ياد ګوند له بنسټګرو څخه دی. کلونه د سياسي بېرو غړی او د ګوند منشي هم وو. تر سوبمن اوښتون وروسته د کرنې او ځمکو وزير شو چې سمدستي يې د “ځمکو سمون” پيل او په ټول هيواد کې يې د سود و سلم جرړې وکښلې. همداراز؛ کال روسته د ټوليزې روغتيا وزير شو. ډاکټر زېری په ۱۳۶۸ کې د ملي شورا مرستيال وو.

په افغانستان کې د “کيڼ اندو” ورځ تر بلې ډېرېدونکي پدل و ځواک او د “ټولنوالې يا سوشليږم” بسترسازۍ نور د CIA د زغم کاسې را ډکې کړې او د خلګو ګوند د چاودون لپاره يې له خپل لاسجوړي بم “امين” څخه کار واخيست او دا افغاني پرمختګپال بهير يې د تل لپاره ويجاړ او بدنام کړ.

دې پښې د زرګونو ملي کادرونو په څېر ډاکټر زېری هم څه باندې ۳۰۰۰ ورځې د تورو تمبو شاته واچاوو.
چې په ۹۰مه لسيزه کې “توره غدۍ” پر کابل واکمنه شوه؛ د نظار شورا جنايتکار لنډغر په مکرويانو کې د ډاکټر زېري پر کور ور ننوتل او د هغه مېرمن، ماشوم زوی، او لور يې تر تېغ تېر کړل.

وړاندې مې دا ويل هېر شول چې ډاکټر زېری يوازې د طب ډاکټر، سياستپوه، سياستوال، او پلانګر نه وو بلکې دی ښه ليکوال، خوږ ژبی شاعر، فيکشن ليکوال، او تکړه ژباړونکی وو.

له ملګري زېري دا پوهنیز او ادبي نښيرونه پاته دي:
ليکني:

لومړی: افغانستان او د ډيموکراسۍ سياسي نظام
دويم: ټولنپوهنه په افغاني مثالو کې
درېيم: د نيمې پېرۍ خاطرې څلورم: د زمانې جفا لنډې کيسې 

پنځم: وروستۍ ننداره لنډې کیسې

شپږم: ګل خاوره شعرونه
اووم: د کابل رود شعرونه
اوهمدارنګه يې کلونه کلونه ډيموکراسۍ وېب پاڼه پر خپلو ليکنو وچلوله.

ژباړې:
«لومړی: راه ما «زموږ لار
دويم: په اتفاق کې سوله د مير افغان شوه لنډې کيسې
درېيم: کليله او دمنه
څلورم: د فردوسي شاهنامه

ډاکټر صالح محمد زېری پرون په کډوالۍ او خورا بې وسۍ کې ومړ او د بل هر هېوادپال خلقي په څېر يې لسګونه غصب کړي ښارګوټي، زرګونه جريبه ځمکې، په کابل، تورکيه، او دوبۍ کې لسګونه ماڼۍ، په بهرنيو بانکو کې سلګونه ميليونه ډالر، او … د خپلو بلهاري بچيانو ارواوو ته په ميراث پرېښول.

د هېواد د دې سپېڅلي بچي اروا ښاده، هډونه يې ارام، ياد يې تل، او لاره يې ودانه!

غلام سرور زوهیر

Comments are closed.