طالبانو پخواني ولسمشر حامد کرزي ته بهر ته د تګ اجازه ورکړه

د طالبانو حکومت له يو نيم کلني ځنډ وروسته پخواني ولسمشر حامد کرزي ته بهر ته د تګ اجازه ورکړه.

د طالبانو يو لوړ پوړي چارواکي خبریال ډاټ کام ته په حامد کرزي د لګول شوي بندیز لېرې کېدو خبر تاييد کړی.

ټاکل شوې پخوانی ولسمشر حامد کرزی په را روانه ډېسمبر مياشت کې لومړی متحده عربي اماراتو او بيا اروپا ته سفر وکړي.

د حامد کرزي دا سفرونه به شخصي وي او ممکن له ځينو پخوانيو سياسيونو سره وګوري.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تر دې وړاندې دوه ځله پخوانی ولسمشر حامد کرزی له هوايي ډګره وګرځاوه او بهر ته د تګ نه يې  منع کړو.

حامد کرزی په لومړي ځل متحده عربي اماراتو ته د سفر کولو لپاره د طالبانو له خوا د هوايي ډګر نه وګرځول شو او دويم ځل جرمني ته په يو رسمي بلنه تلو چې طالبانو يې د تګ مخه ونيوه.

د يادونې وړ ده چې طالبانو تر دې وړاندې د حامد کرزي ورور محمود کرزی هم ممنوع الخروج اعلان کړی وو.

افغانستان کې د طالبانو بیا واکمنېدو سره حامد کرزی، ډاکټر عبدالله عبدالله او فضل هادي مسلمیار هغه څو سیاسي مشران وو چې په افغانستان کې پاتې شوي دي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More