طالبانو په دايکندي کې ۸ ملکيان په شهادت رسولي
په دايکندي ولايت کې سيمه ايزي سرچينې وايي طالبانو د دې ولايت په سيوک شېبر سيمه کې د عملياتو پر مهال د دوو کورنيو اته غړي په شهادت رسولي.
سرچينې وايي طالبانو چهارشنبه د شپې د دايکندي نيلي ښار کې دوه کورونه محاصره کړي وو او په څو کورونو يې عمليات وکړل.
طالبانو په دې عملياتو کې د دريو ماشومانو په ګډون اته تنه وژلي او اووه يې نور له ځان سره وړي دي.
همدا راز د طالبانو په دې عملياتو کې يوه ښځه او يو پنځه کلن ماشوم هم ټپيان شوي دي.
ويل کيږي دا بريد د صداقت په نوم د طالبانو د يو قومندان له خوا د خپلو سياسي سيالانو د له منځه وړلو لپاره شوی او صداقت د خپلو سياسي سيالانو د له منځه وړلو لپاره د طالبانو له ملاتړه کار اخلي.
صداقت يو له هغه جهادي قومندانانو څخه وو چې په تېر حکومت کې يې هم حقوقي دوسيې لرلې، وايي د طالبانو په حکومت کې رسمي دريځ نه لري خو د طالبانو له ملاتړ برخمن دی.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق يا يونسېف هم په دغه بريد مې د ماشومانو په وژل کېدو خواشينې ښودلې او دا کار یې غندلی دی.
Comments are closed.