طالبان ځوانانو ته پاملرنه نه کوي؛ ځوان کادرونه اروپا ته د تلو په نيت په قاچاقي لارو کې په شهادت ورسېدل
د طالبانو د واکمنېدو راهيسی په هېواد کې د بېکارۍ او اقتصادي بوجونو د زياتوالي له کبله په قاچاقي لارو اروپا ته د تګ په نيت د ځوانانو هجوم زيات شوی.
په دې وروستيو کې په ايران او ترکيه کې د يادو هېوادونو د پوليسو له لوري د ناوړه چلند له امله لارې سختې شوي.
زيات شمېر ځوانان د ايران او ترکيې د پوليسو له لوري د شکنجو لاندې په شهادت ورسېدل او يو شمېر يې په لارو کې د ورښتونو او سختو واورو او سړې هوا له کبله شهيدان شوي دي.
تازه په خواله رسنیو کې د شفيق ستانکزي په نوم د يو فعال ځوان د مړينې خبر خپور شوی.
د شهيد ستانکزي ملګري وايي هغه په وطن کې د بېکارۍ او اقتصادي ستونزو له امله په تنګ شوی وو او غوښتل يې د ايران او ترکيې سختې لارې شا ته پرېږدي او اروپا ته واوړي.
خو له وړمې شپې راهيسې په خواله رسنیو کې د شفيق ستانکزي د مرګ خبر لاس په لاس شوی.
د ستانکزي کورنۍ ته يې د لارو ملګرو ويلي چې هغه په مرمۍ لګېدلې او شهيد شوی دی. خو له ډېرو څېړنو وروسته معلومه شوه چې هغه له پنځم منزل غورځېدلی او شهيد شوی دی.
تر اوسه يې د ځای په اړه دقیق معلومات نشته چې چېرې او ولې له پنځم منزل غورځېدلی.
د شفيق ستانکزي مړينې په خواله رسنیو کې غوغا راپورته کړې او فعالان اوسنی حکومت غندي چې ځوانانو ته د کار زمينه نه برابروي، له شته دندو يې لېرې کړل او له وطنه يې په تېښته مجبور کړي.
د شفيق ستانکزي ملګري وايي، ستانکزی يو شوخ مزاجه خو بانزاکته، با ادبه او په وطن مئين ځوان وو او تل به يې نور ځوانان د کار کولو او ښه راتلونکي جوړولو لپاره هڅول.
يوازې شفيق ستانکزی نه دی بلکې د ده په څېر سلګونه ځوانان له مجبوريته له وطنه د وتلو په نيت په لارو کې په شهادت ورسېدل.
Comments are closed.