The news is by your side.

طالبانو په کابل کې د ښوونځيو له ښځينه ښوونکو د عقیدې ازموينه واخيسته

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت په کابل کې د ښوونځيو له ښوونکو د عقیدې ازموينه واخيسته.

د کابل د ښوونځيو ښوونکي وايي طالبان غواړي په دې کار سره د ښوونکو دينې او عقيدوي پوهه معلومه کړي.

ښوونکي وايي د دغې ازموينې ټولې پوښتنې عقيدوي دي او تر ډېره په فرضي مسايلو دي.

د کابل د يو دولتي ښوونځي ښوونکي چې نه غواړي نوم يې ياد شي وايي، طالبان له دوی په دې ازموينه کې داسې پوښتنې کوي چې د ښوونځيو د زده کوونکو نه ډېر وړو ماشومانو ته هم زده وي. خو طالبان په دې کار سره زموږ دينداري او پوهه تر پوښتنې لاندې راوړي.

نوموړې وايي په لومړيو کې مې اندېښنه وه چې دوی به څه ډول ازموينه اخلي او په دې فکر وم چې شايد دوی په دې کار موږ کمې راوړي خو چې ومې ليدل ډېرې عادي او ماشومانه پوښتنې يې وکړې چې دا زموږ د شخصيتونو او پوهې کمې راوړلو په معنا دي.

شننونکي وايي د طالبانو له خوا په پوهنتونونو او ښوونځيو کې له ښوونکو د عقیدې او دينی ازموينې اخيستل د‌ دوی تحقيرول او سپکاوی دی او په دې کار سره هغوی د زده کوونکو له روزلو زړه تورې کوي او بلاخره له وطنه يې وتلو ته مجبوروي.

د يادونې وړ ده چې طالبانو تر دې وړاندې له پخوانيو دولتي کارکوونکو هم د‌ لومړي ټولګي د عقيدې ازموينه اخيستې وه.

Comments are closed.