The news is by your side.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت لوړ پوړې چارواکې حنا رباني سبا کابل ته راځي

د‌ پاکستان د بهرنيو چارو وزارت سبا کابل ته د دوی د يو لوړ پوړي پلاوي د سفر خبر ورکوي.

ياد وزارت ويلي د بهرنيو چارو وزارت د مرستیالې حنا رباني په مشرۍ سبا د دوی يو لوړ پوړی پلاوی کابل ته سفر کوي.

ياد وزارت نن دوشنبه ناوخته د يوې خبر پاڼې په خپرولو سره ويلي چې په دغه يو ورځني سفر کې به د دوه اړخيزو اړيکو په ټينګولو، د زده کړو، سوداګرۍ، پانګونې، سيمه ايز اتصال، سيمه ايز امنيت او د خلکو سره د اړيکو په برخه کې د همکارۍ په اړه خبرې وشي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې چې دواړه اړخونه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې او دايمي ثبات په ټينګښت هم بحث وکړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت زياته کړې چې دوی به په افغانستان کې د بشري ناورين مهار کولو او د ټولو افغانانو د اقتصادي سوکالۍ لپاره د رامنځته کولو لپاره هڅو ته ادامه ورکړي.

طالبانو بيا تر اوسه د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د لوړپوړي پلاوي د سفر په اړه څه نه دي ويلي.

د ۲۰۲۱ کال د طالبانو د واکمنۍ د پيل راهيسی دا لومړی ځل دی چې د پاکستان يو پلاوی د يوې ښځينه لوړ پوړي چارواکې په مشرۍ کابل ته سفر کوي.

د يادونې وړ ده چې د ياد سفر په اړه داسې مهال خبر ورکول کيږي چې تازه په پاکستان کې افغان کډوال د پاکستاني پوليسو له لوري نيول کيږي، بنديان کيږي او ځورول کيږي چې د طالبانو حکومت په يو اعلاميه کې د پاکستان دا کار غندلی وو او د پاکستان له حکومت يې غوښتي چې افغان کډوالو سره ناسم چلند ودروي.

Comments are closed.