The news is by your side.

پاکستاني طالبانو په پاکستان کې د سختو بريدونو خبرداری ورکړ

تحريک طالبان پاکستان يا ټي ټي پي په يو تند بيان کې خپلو وسله والو ته امر کړی چې په دې هېواد کې يو ځل بيا خپل بريدونه شروع کړو.

د تحریک طالبان پاکستان د ډلې د پاکستان له حکومت سره څو مياشتنی اوربند پای ته ورسېده او تازه يې د بريدونو د پيل خبر ورکړی.

ټي ټي پي په هغه بيان کې چې پرون مازديګر يې خپور کړی زياته کړې چې دوی ډېره حوصله وکړه څو د دوی له خوا مذاکرات زيانمن نه شي خو پاکستاني پوځ او استخباراتو يې په دوی لا هم بريدونه دوامداره ساتلي دي.

په بيان کې زياته شوې چې دا مهال په بنو او يو شمېر نورو سيمو کې د دوی پر ضد د پاکستاني پوځ عمليات روان دي نو ځکه په خپلو ټولو ډله ګۍ مشرانو او وسله والو غږ کوي چې انتقامي بريدونه بيا پيل کړي.

د يادونې وړ ده چې ټي ټي پي سږ کال د افغان طالبانو په منځګړيتوب د پاکستان حکومت سره د سولې مذاکرات پيل کړل او تر نا معلومې مودې پورې په اوربند سره سلا شول.

د پاکستان حکومت او ټي ټي پي ترمنځ اوربند تر پرونۍ ورځ څه نا څه په ځای پاتې وو خو بيا هم په دې موده کې د دواړو لوريو له خوا د يو بلې سره د نښتی راپورونه ورکول شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت تور پورې کوي چې ټي ټي پي خپل بريدونه له افغانستان تنظيموي هغه ادعا ده چې طالبانو بار بار رد کړې ده.

Comments are closed.

koi finance