The news is by your side.

طالبانو د پاکستان له استازې حنا رباني مننه کړې چې څلور لسيزې يې د افغان کډوالو ښه کوربتوب کړی

په بهرنيو چارو کې د پاکستان د دولت وزيرې حنا کهر رباني له راغلي پلاوي سره پرون د ارګ په چهار چنار مانۍ کې د طالبانو د رياست الوزرا اداري مرستيال سره ليدلي.

د ارګ له ټوېټر پاڼې طالبانو ليکلي چې په دې ليدنه کې حنا رباني ويلي چې پاکستان د افغانستان ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوی لري او دواړه اړخونه بايد په تېروتنو کې ښکېل نه شي.
همدا راز د طالبانو د رياست الوزرا اداري مرستيال د افغانستان او پاکستان په تاريخي، ديني او فرهنګي اړيکو نه يادونه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پراختيا او ټينګښت هيله يې وکړه.

حنا رباني د پاکستان او افغانستان ترمنځ په بندرونو کې د افغان کډوالو وروستي وضعيت ته په اشارې وويل، يو میکانیزم بايد جوړ شي چې ټولې ستونزې حل شي او د افغان بندیانو د ستونزې د‌حل لپاره ډېر وخت ته اړتيا ده.

په ورته مهال د طالبانو استازي هم له پاکستان مننه وکړه چې په څلور لسيزو کې يې د افغان کډوالو ښه کوربتوب کړی.

د طالبانو د رياست الوزرا اداري مرستيال د پاکستان نه داسې مهال مننه کوي چې له بل هر ځای په پاکستان کې افغان کډوال له ستونزو سره مخ دي، د پاکستاني پوليسو له لوري ځورول کيږي، بې عزته کيږي، شکنجه کيږي او ان زندانونو ته اچول کيږي.

دا مهال هم د پاکستان يو شمېر زندانونه له افغان کډوالو ډک دي او بې پوښتنې او بې برخلیکه په زندانونو کې پراته دي.

Comments are closed.