The news is by your side.

ټي ټي پي اېس له اوربند وروسته په پاکستان کې ځانمرګي بريدونه پيل کړل

تحريک طالبان پاکستان يا ټي ټي پي نن د پاکستان بلوچستان ایالت په کوټه ښار ځانمرګی برید کړی.

دا بريد نن سهار د کوټې ښار په بللي سيمه کې د پاکستاني پوليسو په موټر شوې.

په دغه کې درې تنه وژل شوي او له ۲۳ ډیر ټپيان دي.

د پاکستان د امنیتي چارواکو په وينا دا بريد ځانمرګی برید وو چې په پايله کې يې د يو پوليس او ښځې په ګډون يو ماشوم هم وژل شوی او لسګونه نور ټپيان شوي دي.

د امنيتي چارواکو په وينا په دې ځانمرګي برید کې ۲۵ ګرامه چاودېدونکي توکي کارول شوي وو.

د دغه بريد پړه ټي ټي پي يا تحريک طالبان پاکستان په غاړه اخيستی.

دا بريد داسې مهال کيږي چې وړمه ورځ مازديګر مهال ټي ټي پي د يوې اعلاميې په خپرولو په پاکستان کې د انتقامي بریدونو شروع کولو خبرداری ورکړ.

ټي ټي پي په اعلاميه کې ویلي وو چې د دوی او پاکستان حکومت ترمنځ اوربند پای ته ورسېد او نور خپل بريدونه پيلوي.

Comments are closed.