The news is by your side.

زېری ! کابل پوهنتون وینټیلیټر (تنفوسي ماشنی)جوړ کړ

خبریال ویب پاڼه – د کابل طبي علومو (ابوعلي ابن سینا) پوهنتون د طبي تجهیزاتو د ترمیم او د ټکنالوژۍ کميونيټي کالج آمریت تخنیکي ټيم د هېواد په داخلي مارکيټونو کې له پيداکیدونکو موادو څخه په استفادې سره د (Ventilator) ماشین جوړ کړ.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزی په داسې حال کې چې د کابل طبي علومو پوهنتون رییس پوهاند دکتور وحیدالله مومند هم موجود و، د مصنوعي تنفس له ياد شوي ماشین څخه لیدنه وکړه.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ددغه ماشین له جوړولو څخه د خوښۍ څرګندولو په ترڅ کې وویل چې لوړو زده کړو وزارت د افغانستان دولت د عالي مقام د پالیسۍ پر اساس له کرونا وایرس سره د مبارزې په موخه د هیواد تحصیلي بنسټونو د فعالې ونډې لپاره د هیواد طبي علومو پوهنتونو په شمول د هیواد ټولو تحصیلي بنسټونو ته لارښوونه کړې وه تر څو په دې هکله له خپلو علمي کادري غړو او روغتیایې امکاناتو څخه په ګټې اخېستنې سره لازم اقدامات تر سره کړي چې له نیکمرغه د ټیکنالوژي او طبي تجهیزاتو د ترمیم کمیونیټي کالج تخنيکي ټيم وکولای شول د (Ventilator) یو ماشین چې په اوس وخت کې ورته سخته اړتیا ده جوړ کړي.

د پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي په خبره: «د کابل طبي علومو پوهنتون د یاد ماشین جوړلو تر څنګ د کرونا وایرس په اړه د عامه پوهاوي، په کرونا وایرس اخته شویو کسانو لپاره د ۵۰۰ بسترونو آماده کولو او د خپلو کادري روغتونو له لارې د روغتيایي خدمتونو وړاندې کولو په برخو کې غوره کړنې ترسره کړې دي.»

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل طبي پوهنتون له مشرتابه پلاوي، د کميونیټي کالج له آمریت او تخنيکي ټیم څخه چې د یاد ماشین په جوړولو کې یې هلې ځلې کړي مننه وکړه.

د کابل طبي علومو «ابو علي ابن سینا» پوهنتون  د ټیکنالوژي او طبي تجهیزاتو د ترمیم کمیونيټی کالج آمرې پوهنمل پښتنه بنایي احمدزۍ د یاد ماشین د جوړښت او فعالیت د څرنګوالي او د هیواد او نړۍ په کچه دغه ماشین ته د روغتیایې سکټور د اړتیا په اړه معلومات وړاندې کړل.

د افغانستان د مشرانو جرګې له لوري د شنبې په ورځ د دغه ماشین جوړه ونکې ټوله تخنیکي‌ ډله د تقدیر لپاره مشرانو جرګې ته ورغوښټل شوې ده .

د مشرانو جرګې د شکایاتو د کمېسیون مشر ډاکتر زلمي‌ زابلي‌ خبریال ویب پاڼې ته ددې خبري‌ پخلی وکړ چې د کابل پوهنتون د وینټیلیټر جوړونکی ټول ټیم یې سبا مشرانو جرګې ته د تقدیر په موخه وربللی دی .

زلمی زابل چې پخپله یو مسلکي جراح ډاکتر دی خبریال ویب پاڼې ته وویل :‌

« دا یو ښه او په زړه پوري‌اقدام دی ؛ رښتیا هم موږ افغانستان کې ښه استعدادونه لرو او باید دغه استعدادونه وهڅول شي چې د هیواد په بیا رغاونه کې مثبت رول ولوبوي .

زه ډاډه یم چې دا ډول اختراع ګانې په نړۍ واله کچه د افغانستان نوم ښه ځلولای شي . »

ښاغلي‌زابلي زیاته کړه چې وینټیلیټر ماشینونه د تنفوسي‌ناروغیو پر مهال انسانان ژغورلای شي او ددغه ډول ماشینونو اړتیا اوس د کرونا ناروغي پر مهال تر بل هر وخت زیاته ده .‌

مشرانو جرګه هڅه کوي ‌چې دا وینټیلیټر جوړونکې ډلې ته له دولت نه بودیجه ورواخلي‌څو د هیواد روغتونونو ته وړاندي شي .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.