The news is by your side.

استرالیا د مسلمانانو لوی مسجد ته د لوډ سپیکر آزان حق ورکړ

خبریال ویب پاڼه – په دغه جومات کې پر یوه وخت پنځوس زره (۵۰۰۰۰) عبادت کونکي لمونځ کولای شي . دا جومات د اسټرالیا په سډني کې اباد دی او په هغه هیواد کې د مسلمانانو تر ټولو لوی مسجد بلل کېږي .‌

دا ا اجازه د کويډ-۱۹ لپاره له مسلمانانو سره خواخوږي پر پار د اسټرالیا حکومت ورکړې ده او ټوله روژه به په دغه مسجد کې په لوړ غږ ازان کېږي .

دا جومات د لکيبمبا په نوم یادېږي او په لوډ سپیکر کې آزان ته یې اجازت له چهار شنبې ورکړل شوی دی .

د روژې مبارکه مياشت مسلمانانو ته ځانګړې ځای لري او روژې دوران کې عبادت کوونکي جوماتونو کې تراويح او هم نورو عبادتونو ته راټوليږي، ولې د سږ کال روژه ډيرو لپاره نوې بڼه لري ځکه شته محدوديتونو له وجې ډيرو اسلامي هيوادونو کې جوماتونه تړل شوي او خلکو ته کورونو کې پاتې کيدو سپارښتنه شوې.

تر استرالیا وړاندي جرمني حکومت په یوه بې ساري ګام کې لږکیو مسلمانانو

 ته د کرونا وایرس په وړاندي د جراعت او مرال ورکولو پر پار په لوډ سپیکر کې د آذان کولو اجازت ورکړی وو .

دم ګړی ۱۳ مسجدونو ته اجازت ورکړل شوی چې په لوډ سيکر کې آذانونه وکړي‌ او مسلمانان د عبادت لپاره خبر کړي .

دا بې سارې ګام د جرمني د ووپرتال د ښار چارواکو اخیستی دی ؛ د ووپرتال د ښار د ۲۹ کلن البرفلد د مرکزي‌ جومات ملا امام مصطفی اق قایا، د ووهوینکل د ۲۵ کلن د معمار سینان جومات امام حسن حسین شن او د الپران د جومات امام کمال یاوز د لومړي‌ ځل لپاره په لوډ سپیکر کې  اذانونه  وکړل . 

جرمني او تقریبأ د اروپا په ټولو هیوادودونو کې د کرونا وایرس له کبله د غونډو پر جوړولو او پر ډله ایزو عبادتونو بندیز لګول شوی دی ؛‌خو په جرمني کې د خبریال ډاټ کام همکار شاکر عزیزي وايي چې د دغه هیواد چارواکو دا کام ځکه پورته کړی چې مسلمانان لږکي نا امېده نشي ؛‌او وکولای شي چې خپل عبادتونه په خپلو کورونو کې وکړي .

اروپايي هیوادونو کې د هر مذهب پیروان د کرونا وایرس د وبا دمخنیوي په خاطر هڅه کوي چې د حکومتونو ملاتړ وکړي او په لویه کې د « پر کور پاتې کېدلو» پر پالیسي عمل وکړي .

د نړۍ په مسلمانو او غیري اسلامي ‌هیوادونو کې ډېری ملا امامان په دې باور دي چې د کرونا وایرس سره مباریزه یوازي او یوازي په احتیاط او قرنطین کېدو ممکنه ده

دم ګړی په اروپا او د نړۍ په ډېرو هیوادونو کې دیني عالمان د تراویح لمونځونه او دقرآن کریم تلاوت په اون لین بڼه کوي .

عالمان په دې نظر دي چې پر کور پاتې شئ او له کرونا وبا ځانونه وژغورئ .

جرمني جوماتونو ته په لوډ سپیکر کې د اذان اجازت ورکړ

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.