The news is by your side.

له افغانستان سره د ۴۵۰ ملیونه مرستو د لګولو اندېښنې

خبریال وېب پاڼه/په هېواد کې د کرونا پر وړاندې د مبارزې لپاره تر دې مهاله شاوخوا ۴۵۰ ملیونه ډالره مرسته شوې ده.

د کرونا پر وړاندې د یادو شویو مرستو د لګولو په برخه کې ژورې اندېښنې موجودې دي. د افغانستان د روڼتیا او څار بنسټ د رکونا پر وړاندې د مرسته شویو پیسو د سالم مدیریت او پر ځای لګولو په برخه کې اندېښنې لري او زیاتوي چې که د دغې بهیر سمه څارنه و نه شي، نه یوازې دا چې د کرونا پر وړاندې مبارزه به ټکنۍ کړي، بلکې یو لوی روغتیایي ناورین به هم را منځته شي.

د نړیوال بانک او اروپایي ټولنې په ګډون تر دې مهاله له افغانستان سره د کرونا وبا پر وړاندې د مبارزې لپاره د نړیوالو لخوا د ۴۵۰ ملیونه ډالرو مرسته شوې ده. په دې ډله کې یوازې ۲۲۰ ملیونه ډالره د پیسو د نړیوال وجهي صندوق لخوا دي.

۱۱۵ ملیونه ډالر د نړیوال بانک لخوا، همدا شمېر (۱۱۵) ملیونه ډالر د اروپایي ټولنې لخوا له افغانستان سره مرسته شوي دي، ۵۰ ملیونه د آسیا پراختیایي بانک او ۲۵ ملیونه نور بیا د امریکا لخوا مرسته اعلان شوي دي.

دغه مرستې داسې مهال افغانستان ته راځي چې کرونا وار له مخې افغانستان له خورا بد او بحراني حالت سره مخ کړی دی. تېره ورځ د افغانستان لپاره د امریکا د څار ادارې یا سیګار په یوه راپور کې وویل چې افغانستان په را روانو څو میاشتو کې له سخت روغتیایي ناورین سره مخ دی.

سیګار وروسته له هغه په افغانستان کې د روغتیایي ناورین خبرداری ورکوي چې له کرونا سره په مبارزه کې روغتیایي بنسټونه او اړوند وزارت د ناروغانو په سمه او پر وخت پالنه کې پاتې راغلي دي. د عامې روغتیا وزیر موده مخکې د کرونا پر وړاندې د مجهزو روغتیایي لابراتوارونو د شتون ډاډ ورکاوه خو د دغې وبا د ناروغانو له زیاتېدو سره ثابته شوه چې په هېواد کې د کرونا پر وړاندې مبارزې لپاره یو لابراتوار هم لازم تدابیر نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مهاله په ټول هېواد کې د کرونا ۲۳۳۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي او د نن شنبې ورځې مثبتې پېښې لا اعلان شوې نه دي. په یادو شویو پېښو کې څه د پاسه ۲۵۰ کسان بېرته رغېدلي او تر ۶۸ نور ورڅخه مړه شوي هم دي. په کرونا اخته شویو کسانو کې یوازې ۲۲۸ کسان یې خپله روغتیا پالان دي.

د افغانستان د روڼتیا او څار بنسټ وایي چې د کرونا وبا پر وړاندې مبارزې ته ملي بودیجه هم ځانګړې شوې ده خو په وینا یې د کمزوي مدیریت او د هغې کمزورې څارنه د دې لامل شوې ده چې د حکومت د نا توانۍ په هکله یې ځینې شکونه را برسېرن کړي دي.

دوه ورځې وړاندې د مشرانو جرګې لخوا د عامې روغتیا وزیر او د ستراتیژیکو اړیکو رییس هم په دې برخه کې د نا کارویو په تور سترې محکمې ته معرفي شوي وو.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.