The news is by your side.

په تورخم او سپین بولدک کې آسانتیاوې نرخونه ټیټوي

خبریال وېب پاڼه/د سوداګرۍ وزارت په خپل تازه بیان کې ویلي چې تمه ده په تورخم او سپین بولدک لارو کې راتلونکې اونۍ آسانتیاوې راشي.

د سوداګرۍ وزارت وایي چې د راتلونکې اونۍ له دوشنبې وروسته به د تورخم او سپین بولدک لارې په اونۍ کې پینځه ورځې د سوداګریزو توکو پر مخ پرانیستې وي، چې دا به په هېواد کې د لومړینو توکو پر بیو کې د پام وړ کموالی راولي.

تر دې وړاندې دغه لارې په اونۍ کې دری ورځې پرانیستې وې، چې تاجرانو نشوای کولی په آسانۍ خپل مالونه هېواد ته را وارد کړي ځکه ډېری داسې توکي وو چې په کم وخت کې یې د خرابېدو اندېښنې لرلې نو له همدې امله یې له راوړلو ډډه کوله.

د کرونا وبا په راتک او په هېواد کې د کرنتین له امله د لومړنیو خوراکي او ارتزاقي توکو بیې په بې سارې توګه لوړې شوې او دې حالت د خلکو ژورې اندېښنې را وپارولې.

د اقتصاد وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې د خوراکي او لومړنیو ارتزاقي توکو په بیو کې تر اوسه ۲۰ سلنه لوړووالی راغلی چې دې حالت د خلکو ژوند د بېوزلۍ او فقر په لور بېولی دی.

که څه هم د دغې حالت د را قابو کولو لپاره یو شمېر آسیایي هېوادونو له افغانستان سره خپلې بشر دوستانه مرستې شریکې کړې، په دې کې تېره میاشت کې له عربي متحده اماراتو، چین او ازبکستان سربېره هندوستان هم له افغانستان سره د روغتیایي او خوراکي توکو مرستې وکړې خو په بازار یې هېڅ اغېز ونکړ.

د کرونا له امله د افغانستان سوداګرۍ تر یو ملیارد زیات تاوان کړی دی. دوه ورځې وړاندې د مالیې وزارت هم په یوه بیان کې وویل چې کرونا د مالیې وزارت په عوایدو کې ۱۸ سلنه کموالی را وستلی دی. دوی اندېښنه څرګنده کړې که حالت همداسې دوام وکړي، د هېواد اقتصاد به صفر او یا تر هغه هم ښکته شي.

افغانستان له پاکستان سره د خواکې په برخه کې ژورې سوداګریزې اړیکې لري او تمه ده د ترانزیتي لارو په آسانتیا سره په بازار کې نرخونه هم را ښکته شي. ولسمشر غني په تېرو پینځو کلونو کې که څه هم له پاکستان سره سوداګري کمه کړه خو بیا هم د خوراکې په برخه کې ډېری توکي له دغه هېواد څخه افغانستان ته را واردېږي.

د سوداګرۍ وزارت چارواکي هم مني چې له پاکستان سره د افغانستان د ترانزیتي لارو په خلاصولو کې به نرخو ښکته راشي او د خلکو اندېښنې به کمې شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance