د تېرو کلونو په پرتله ملکیانو مرګ ژوبله کمه شوې

خبریال وېب پاڼه/د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزااد په خپل تازه ټویټ کې ویلي چې د تېو اتو کلونو په پرتله د ملکیانو مرګ ژوبله کمه شوې ده.

زلمي خلیلزاد په خپل تازه ټویټ کې ویلي چې په افغانستان کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله د تېرو آتو کلونو په پرتله په کم سارې توګه کمه شوې ده، خو زیاتوي چې بیا هم د جګړې اصلي قربانیان ملکي خلک دي.

نوموړی داسې مهال دا خبرې کوي چې له امریکا سره د طالب اورپکو تر اوربند وروسته دغې وسلوالې ډلې په افغان امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو باندې خپل تهاجمي بریدونه زیات کړي دي او سلګونه افغانان یې وژلي دي.

خلیلزاد په خپل ټویټ کې د یونما راپور ته په اشارې لیکلي چې که څه هم په افغانستان کې د ملکیانو مرګ ژوبله د تېرو آتو کلونو په پرتله ۲۹ سلنه کموالی ښیي خو په وینا یې لا هم ملکیان د چاودنو، هدفي وژنو او د جګړې له نورو دوامدارو پایلو رنځ وړي. نوموړی زیاتوي چې د ملکیانو د ژغورنې لپاره د جګړې دواړه لوري باید له تاوتریخوالي لاس واخلي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي همداراز ویلي چې افغان حکومت او وسلوال طالبان باید د بندیانو د خوشي کولو لړۍ چټکه کړي او دې سره په هېواد کې یوې تلپاتې سولې او اوربند ته لار هواره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ طالب اورپکو د حکومت ۱۲ نور بندیان هم خوشي کړل چې دې سره د دوی لخوا د ټولو خوشي شویو بندیانو شمېر ۱۱۲ کسانو ته ورسېد، خو بل پلو حکومت با د وسلوالو طالبانو څه د پاسه ۵۵۰ بندیان خوشي کړي دي او وایي چې دا لړۍ به د حکومت له قانون او تګلارې سره سمه روانه وي.

د طالبانو لخوا د خوشي شویو بندیانو په هکله ویل کېږي چې ډېری یې ملکي وګړي او غریب کاره طبقه خلک دي چې دغې وسلوالې ډلې له ځان سره برمته کړي او هڅه کوي نړیوالو ته وښیي چې دوی د دولت بندیان خوشي کړل خو د حکومت لخوا په خوشي شویو بندیانو باندې بیا څه نه دي ویل شوي.

له امریکا سره د طالب اورپکو کې د سولې توافق شاوخوا دوه میاشتې وتلې دي خو د دغې وسلوالې ډلې لخوا پر افغان امنیتي ځواکونو باندې بریدونو چې ډېری ملکیان هم په کې په نښه شوي دي، په کم سارې توګه زور اخیستی دی چې خلک یې ډېر سخت اندېښمن کړي دي.

خلیلزاد زیاتوي چې د جګړې دواړه لوري باید د تاوتریخوالي په کمولو سره د دایمي ثبات او سولې تمثیل وکړي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More