The news is by your side.

ایراني پولیسو پنځوس افغانان په سیند کې ډوب کړي

خبریال وېب پاڼه/ ایران ته اوښتې پنځوس افغان کډوال د ایراني پولیسو له لوري په سیند کې ډوب شوي دي.

له دغو پنځوسو تنو افغان کډوالو ١٥ تنه یې مړه شوي دولس تنه ژوندي پاتې شوي دي، او پاتې نور یې لا درکه دي، په مړو شویو کسانو کې ماشومان هم شامل دي.

 

ځایي خبریالان وایي، چې یاد پنځوس تنه افغانان د ذوالفقار سیمې له لارې په قاچاقي توګه د ایران خاورې ته دننه کېدل، چې د ایراني پولیسو له لوري نیول شوي او له سخت شکنجې ورکولو وروسته یې په سیند کې ډوب کړي دي.

یاد افغان کډوال ایران ته د کار او مزدورۍ لپاره تلل، تېره شپه وروسته له هغې چې د هرات د ګلران ولسوالۍ د ذوالفقار سیمې له لارې د ایران خاروې ته داخل شوي و، سم د واره د ایراني پولیسو له لوري نیول شوي و او له وهلو ډبولو وروسته یې د ایران په خاوره کې د هریرود سیند په اوږدو کې یې پر سیند لاهو کړي دي.

یاد پنځوس تنه د هرات اوسېدونکي و، د هرات ځایي چارواکي وایي، تر اوسه ٣٠ جسدونه د دوی لاسته ورغلي او د دې پېښې د څېړنې لپاره یې یو پلاوی ټاکلی دی.

پر خواله رسنیو د مړو شویو کسانو ویډیو زیاتې لاس په لاس کیږي، چې خلک د بهرنیو چارو او کډوالو له وزارته غواړي چې باید د دوی پوښتنه وکړي.

دوی وایي، نړیوال دې وګوري، چې د ګاونډي هېواد ایران پولیس له افغانانو سره څومره ناوړه چلند کوي او څنګه یې د کارګر ورځ د افغان کارګرانو لپاره ولمانځله.

په نړۍ کې پاکستان او ایران د افغان کډوالو لپاره تر ټولو بدترین هېوادونه دي.

په ایران دننه هم د افغان کډوالو د ژوند او کار وضعیت ښه نه دی.

د ایران پولیس هر ځل افغان کډوال شکنجه کوي، ناوړه چلند ورسره کوي او بېرته یې خپل هېواد ته را استوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.