The news is by your side.

پر پخواني چارواکو او طالبانو په نړيواله جزايي محکمه کې عريضه ثبت شوه

تازه وخت کې پر پخوانيو افغان چارواکو او طالبانو په نړيواله جزايي محکمه کې عريضه ثبت شوه او او پروسه يې پيل شوه.

په دې اړه سياسي فعال نجيب الله ازاد وايي د يو کال له څېړنو، اسنادو او ثبوتونو په ټولولو وتوانېدم چې د روم د قانون او اساسنامې «روم سټېټيوټ» په رڼا کې يې پر پخوانيو افغان چارواکو عريضه ثبت کړم.

ښاغلی ازاد وايي په دغو کسانو کې پخوانی ولسمشر، مرستيالان يې، امنيت شورا سلاکار، د چارو ادارې رئيس، د دفاع، کورنيو، امنيت وزيرانو او د طالبانو يو شمېر مشران شامل دي.

نوموړی زياتوي چې نن نړيوالې جزايي محکمې «ای سي سي» پر يادو مدعي عليه شوې عريضه ثبت او پراسس يې پيل کړ.

د يادونې وړ ده چې پر پخوانيو افغان چارواکو د پراخ فساد او پر طالبانو د بشري حقونو نه د سرغړاوي او ملکيانو د وژنې تورون دي.

Comments are closed.