The news is by your side.

د نجونو پر مخ د پوهنتونونو تړل کېدو په تړاو د فعالانو او نړيوالو غبرګونونه

طالبانو پر نجونو د محدودويتونو او بنديزونو لګولو په لړۍ کې پرون شپه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د نجونو پرمخ د پوهنتونونو د تړل کېدو اعلان وکړ.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت له خوا په اعلاميه کې راغلي چې سر له نن تر امر ثاني ټول «دولتي او شخصي پوهنتونونه» د نجونو پر مخ تړي.

د طالبانو دې کار په خواله رسنيو کې د فعالانو او ښځينه محصلينو غبرګونونه راپارولي او په ضمن کې نړيوالو د طالبانو دا کار په سختو ټکو غندلې.

زيات شمېر ښځینه محصلينې وايي، چې سږ کال له پوهنتون فارغېدلې او يوازې د ګوتو په شمېر ازموينې يې پاتې وې.

ننګرهار کې د دولتي پوهنتون يو محصله چې نه غواړي نوم يې په راپور کې واخيستل شي، خبريال ډاټ کام ته وويل چې وروستی سمستر يې وو او يوازې دوه ازموينې يې پاتې وې چې نوره له پوهنتون فارغه شي.

د خصوصي پوهنتون د طب پوهنځي د دويم سمستر محصلې خبريال ډاټ کام ته داسې وويل:«ما سره تل دا اندېښنه وه چې طالبان له ښوونځيو وروسته د نجونو پر مخ پوهنتونونه ونه تړې، له دې اندېښنې سره سره مې بيا هم په ډېر شوق درس ويلو او د امتحانونو لپاره مې شپې په ویښه تېرې کړې»

نوموړې زياته کړه: زړه مې په هغو شپو پسې خوږيږي چې په درس ويلو مې په ویښه تېرې کړي.

په ورته مهال د خواله رسنيو فعالانو هم د نجونو پر مخ د پوهنتونونو تړل کېدو په تړاو غبرګونونه ښودلي.

دوی وايي طالبانو خو د نجونو ښوونځي هم د امر ثاني په بهانه وتړل چې کال بعد يې هم د خلاصېدو درک ونه لګېده.

زيات شمېر فعالانو د خپلو خويندو او لوڼو پر مخ د پوهنتونونو تړل کېدو خفه کړي او وايي چې د خويندو يې د فراغت لپاره کمې ورځې پاتې وې.

نن سهار يو شمېر ښځینه محصلينې پوهنتونونو ته ورغلې وې خو د طالبانو د ساتونکو له لوري اجازه ور نه کړل شوه چې پوهنتون ته دننه شي.

ځينې محصلينې وايي نن يې وروستۍ ازموينه وه او يا يې د فراغت ورځ وه چې پوهنتونونه پرې وتړل شول.

نړيوالو هم د طالبانو دا کار سخت غندلی او د دوی پر وړاندې يې د اقداماتو خبر ورکړی.

د امريکا سپينې ماڼۍ ويلي د نجونو پر مخ د پوهنتونونو تړل کېدل غندو او په ګډه به د ملګرو هېوادونو سره د طالبانو پر وړاندې تصميم ونيسو.

طالبانو تر اوسه د خلکو او نړيوالو غبرګونونو ته ځواب نه دی ويلی.

Comments are closed.