کندهار محصلينې: د خپل حق لپاره به غږ پورته کوو، که د سر په بيه هم وي
د نجونو پر وړاندې د لوړو زده کړو بندېدل د کندهار انجونې مجبوره کړې، څو له مايوسۍ او جهالت سره د مقابلې لپاره لڅې ونغاړې او اوس د بغاوت هڅه کوي.
له کومې ورځې راهيسې چې په افغانستان کې د لوړو زده کړو دروازې د نجونو پر مخ وتړل شوې، په کندهار کې ډېری د پوهنتون ښځينه محصلينې وايي دوی به غږ پورته کوي او که يې د مرګ په بيه هم تماميږي خپل حق به غواړي.
د کندهار د یوه خصوصي پوهنتون د طب پوهنځي محصله عليه چې اوس مهال په مستعار نوم زموږ سره خبرې کوې وایې : ((دا حالت مايوسونکی دی، او تر دې بدتره حالت د انسان او په خاص ډول د مېرمنو په ژوند کې نه شې راتلای، موږ به غږ پورته کوو، سره يو ځای کيږو به او خپله حلقه به پراخوو که د مرګ په بيه هم وي.))
رڼا د کندهار ميرويس نيکه پوهنتون د اقتصاد پوهنځي محصله ده، په خبره يې، کله چې يې دا مايوسونکی او دردناک خبر واورېد، خپله راتلونکی يې تياره وبلل.
هغې په ډېره احساساتي ډول هغه هیوادونه تاریک او وروسته پاتې وبلل، په کوم کې چې مېرمني له زده کړو بې برخې کېږې.
(( شاید موږ په نړۍ کې تر ټولو خوار ملت يو، چې نجوني ښوونځيو او پوهنتونو ته نه پرېښودل کېږې، دا زموږ معنويت او د تاريخ تر ټولو سخته او خراب فصل دی دا هر څه د زغم وړ نه دي او بايد ژر حل لارې ورته ولټول شي))
نن پنج شنبه په کندهار کې طالبانو د هغو ښځينه محلصينو مخه نيولې چې غوښتل يې پوهنتون ته ولاړي شې او د امتحان په صحنه کې برخه واخلي.
خالده د کندهار ميرويس نيکه پوهنتون د حقوقو پوهنځي محصله ده موږ ته يې د ټلیفون په ليکه وويل (( زما تر مرګ هم دا سخته وه، چې وړونه مو امتحان ته روان ول او موږ د بې وسۍ اوښکي تويولې، موږ ته طالبانو اجازه نه راکوله، فقط چي د خپل امتحان صحنه ووينو، تر دې ذلیله ژوند زما په عمر کي هم نه شي راتلای، موږ به چپ پاته نه شو، خپل حق به اخلو که د مرګ په بيه هم وې))
کندهار ولايت مقام او د لوړو زده کړو وزارت پوهنتونو ته په يوه لېږل شوي پيغام کي هم خبرداری ورکړی، چي د محصلينو د هر ډول تحرکاتو، مظاهرو او غږ پورته کولو مخه دي ونيسې، کنه د پوهنتون رهبري به جواب وايي.
په کندهار کې ښځينه محصليني د طالبانو څخه پر دې فيصلې د سره د غور کولو غوښتنه کړې او هيله یې څرګنده کړې چې ژر تر ژر دې دا تصميم بدل کړې.
په کندهار کي نن د خصوصي پوهنتونو يو شمېر محصلينو پلان درلود څو لاريون وکړي او غږ تر اړوندو ادارو او چارواکو پوري ورسوي خو د طالبانو د نظامي کسانو له لوري ټول خصوصي پوهنتونونه تر څار لاندي نيول شوي ول او هيچا ته يې د ګډ تګ اجازه هم نه ورکول.
Comments are closed.