The news is by your side.

پوهنتونونو تړل کېدو په تړاو د طالب وزير وضاحت؛ لوړو زده کړو برخه کې منکرات موجود وو ځکه مو نجونې منع کړې

پرون شپه د د طالبانو د لوړو زده کړو سره د مبارزې وزير ندا محمد نديم د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د تړل کېدو لاملونه په ډاګه کړل.

د طالبانو وزير وايي د تېرو ۱۴ مياشتو راهيسې د لوړو زده کړو په برخه کې منکرات موجود وو نو ځکه مو د نجونو مخه ونيوه او زده کړې مو يې وځنډولې.

ندا محمد نديم وايي، زيات شمېر نجونو له يو ولايت بل ولايت ته پوهنتون د پاره پرته له محرم تګ راتګ کاوه، دنجونو لازم حجاب نه مراعتوو او په پوهنتونونو کې د هلکانو سره د ګډو زده کړو يا اختلاط ستونزه تر اوسه حل نه وه.

نوموړي دا راز د نجونو لپاره ځينې پوهنځي هم مناسب ونه ګڼل او ويې ويل چې اوسني نصاب کې ځينې پوهنځي د نجونو لپاره مناسب نه وو چي زده کړې په کې وکړي. لکه، انجنيري، زراعت، اقتصاد، ژورناليزم او ځينې نور.

د طالبانو د لوړو زده کړو سره د مبارزې وزير وويل موږ د نجونو د زده کړو مخالفت نه يوو، د شريعت په رڼا کې به بېرته پيليږي، په لوړه کچه له ستونزې حل شي څه ډول چې د اسلام تقاضا وي.

د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د تړل کیدو له امله د طالبانو حکومت په کور دننه او بهر له ګڼو غبرګونونو سره مخ دی، نړيوالو په کلکو ټکو د طالبانو دا پرېکړه غندلې.

خو د طالبانو د لوړو زده کړو وزير وايي نړيوال دې زموږ په چارو کې لاسوهنه نه کوي، د دې ولس د ساتلو لپاره موږ قربانۍ ورکړي.

طالبانو تر دې وړاندې په پوهنتونونو کې پر نجونو زيات بنديزونه لګولي وو چې اوس يې د بنديزونو سره سره پرې پوهنتونونه او کورسونه بند کړل او له شپږم ټيټ د نجونو د ښوونځيو ابتدايه ټولګې يې هم وتړل.

Comments are closed.

koi finance