اسلامي هېوادونو د طالبانو وروستۍ پرېکړه غندلې؛ عرب سوداګر افغان نجونو ته د زده کړو زمينه برابروي
د مصر الازهر پوهنتون، اندونيزيا او ګڼو اسلامي هېوادونو د طالبانو وروستۍ پرېکړه چې د نجونو پر مخ يې پوهنتونونه وتړل په سختو ټکو غندلې.
اسلامي هېوادونو له طالبانو غوښتي چې پرته له ځنډ دې بېرته د نجونو پر مخ پوهنتونونه او ښوونځي پرانيزي.
په ورته مهال د عرب اماراتو يو سوداګر غواړي سلو افغان نجونو ته په دوبۍ کې د لوړو زده کړو زمينه برابره کړي.
افغانستان کې د طالبانو له خوا ډ نجونو پر لوړو زده کړو بنديز وروسته د امارتو سوداګر خلف الحبتور چې الحبتور ګروپ مشر هم دی ويلي، غواړي د افغان نجونو د زده کړو ملاتړ لپاره پرته له سياسي دريځه طالب چارواکو سره خبرې وکړي او سلو افغان نجونو سره مرسته وکړي چې دوبۍ ته ورشي او هلته خپلې زده کړې بشپړې کړي.
نوموړي د نجونو پر لوړو زده کړو بنديز په اړه اندیښنه ښودلې او دا يې خواشينوونکې بللې.
طالبانو څلور ورځې وړاندې په افغانستان کې د نجونو پر مخ پوهنتونونه تر امر ثاني وتړل.
Comments are closed.