افغان ښځو د طالبانو وروستۍ پرېکړې په غبرګون ملګرو ملتونو ته ليک استولی
د طالبانو له خوا په نجونو د لوړو زده له بنديز سره د افغان ښځو يوې ډلې په غبرګون کې د طالبانو په نوم ملګرو ملتونو ته د شکايت په توګه يو ليک استولی دی.
په ليک کې ليکل شوي، اسلام د عدل او انصاف او د تبعيض ضد دين دی او د افغانانو اساسي غوښتنه دا ده چې ماشومان يې له شرعي معيارونو سره له زده کړو بې برخې پاتې نه شي.
دوی په ليک کې زياتوي چې اوسنۍ ټولې ستونزې يې د بې سېوادۍ له امله دي، موږ ته دې د رڼا لار خلاصه شي او د جهالت تيارو څخه دې وژغورل شو.
په ورته مهال ملګرو ملتونو هم د طالبانو له خوا د نجونو پر مخ د پوهنتونونو تړل کېدل غندلي وو او د طالبانو د يادې پرېکړې مخالفت يې کړی وو.
طالبانو د څلورو ورځو راهيسې په ټول هېواد کې تر دويم امر پورې په دولتي او خصوصي پوهنتونونو نجونې بندې کړې.
د طالبانو دغې پرېکړې په دننه او بهر د خلکو او نړيوالو سخت غبرګونونه راپارولي او ترې غواړي چې ژر تر ژره دې خپله پرېکړه بدله کړي.
طالبانو ويلي وو چې نجونې يې ځکه په لوړو زده کړو بندې کړي چې له ډیرې مودې راهيسې د لوړو زده کړو په برخه کې منکرات موجود وو، موږ په لوړه کچه ستونزې حلولو او بيا نجونو ته اجازه ورکوو چې پوهنتونونو ته لاړې شي.
طالبانو د نړيوالو نيوکې هم بدې ګڼلې او وايي د افغانستان کورنيو چارو کې دې لاسوهنه نه کوي
Comments are closed.