The news is by your side.

طالبانو په غير دولتي مؤسساتو کې د ښځو پر کار هم بنديز ولګاوه

پر ښځو د طالبانو له خوا د بنديزونو لګولو په لړۍ کې يې تازه په غير دولتي، داخلي او بهرنيو نړيوالو مؤسساتو کې د ښځينو پر کار هم بنديز ولګاوه.

د غير دولتي مؤسساتو د انسجام رياست له خوا يو خپور شوی مکتوب چې رسنيو ته رسېدلی. په کې طالبانو ويلي تر دويم امر پورې دې غير دولتي، داخلي او بهرنيو مؤسساتو کې ښځې کار نه شي کولی. او لامل يې هم د ښځو له خوا د اسلامي حجاب نه مراعتول ښوولي دي.

ځينې مؤسساتو د طالبانو ياده پرېکړه تاييد کړې چې دوی ته مکتوب لېږل شوی خو په ولاياتو کې مؤسساتو خپلو ښځينه همکارانو ته د نه ور تګ په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

د طالبانو دا پرېکړه هم د خلکو له جدي غبرګون سره مخ شوې.

نړيوالو تر اوسه د طالبانو پر پرېکړې غبرګون نه دی ښودلی خو د نجونو پر لوړو زده کړو بنديز سره يې ويلي وو چې د طالبانو پر وړاندې به جدي تصميم ونيسي.

Comments are closed.