The news is by your side.

د پي ټي اېم غړو په اروپا کې د نجونو زده کړو او ښځو د کار د بنديز په غبرګونه احتجاجونه وکړل

د پښتون ژغورنې غورځنګ يا پي ټي اېم غړو د اروپا بېلابېلو ښارونو کې د افغان نجونو پر لوړو زده کړو او ښځو د کار د بنديز په اړه د طالبانو د پرېکړې په غبرګون احتجاجونه وکړل.

په احتجاجونو کې د ډيورنډ د دواړو غاړو مېشتو افغانانو ګډون کړی وو او د نجونو د ښوونځيو، پوهنتونونو او ښځو پر کار بنديز د ټولو بشري حقونو، افغاني او اسلامي اصولو او ارزښتونو خلاف عمل وګاڼه او د ژر تر ژره لېرې کېدو غوښتنه يې وکړه.

د څو ورځو را په دې خوا طالبانو په افغان نجونو او ښځو نوي او سخت بندیزونه ولګول چې په کې د لوړو زده کړو او ښځو د کار مسايل شامل دي.

طالبان وايي ښځې بې حجابې کوي ځکه يې له کار منع کړې.

د طالبانو د پرېکړې په غبرګون په افغانستان کې يو شمېر مرستندويه مؤسساتو تر نا معلومې مودې خپل کارونه وځنډول.

د طالبانو په وروستيو پرېکړې د نړيوالو غبرګونونه را پورته شوې او وايي ډېر ژر به د طالبانو په اړه يو تصميم ونيسي.

Comments are closed.