The news is by your side.

د بدخشان لپاره د طالبانو امنيه قومندان په ماين چاودنه کې ووژل شو

په بدخشان ولايت کې د د طالبانو د حکومت د دغه ولايت امنيه قومندان عبدالحق ابو عمر په يو ماين چاودنه کې ووژل شو.

د طالبانو حکومتي سرچينو هم ياد خبر تاييد کړی او وايي چې چاودنه له غرمې وړاندې د بدخشان مرکز فیض آباد ښار کې امنیه قومندانۍ ته نژدې رامنځته شوې.

سرچينې وايي امنيه قومندان سره د طالبانو دوه نور غړي هم وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.

ويل کيږي ماين په يو موټر کې ځای پر ځای شوی وو، خبريال ډاټ کام ته را رسېدلي خبرونه ښيي چې امنيه قومندان ته ماين اېښودل شوی وو او خپله همدا يې هدف وو.

د طالبانو د بدخشان امنيه قومندان پاکستان ضد څېره وه خو تر اوسه پرې د شوې چاودنې مسووليت چا نه دی منلی.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په طالبانو د نامعلومو وسله والو له خوا بريدونه او هدفي وژنې زياتې شوي دي چې هېڅ کومه ډله يې مسووليت نه اخلي.

Comments are closed.