ندا محمد نديم: که موږ ته خلک او تمدن لومړيتوب وی؛ شل کاله مو جګړه نه کوله
د طالبانو د لوړو زده کړو وزير ندا محمد نديم په بېلابېلو وختونو کې داسې څرګندونې کوي چې د خلکو له نيوکو او غبرګونونو سره مخ کيږي.
تازه د ملا نديم يو وېډيو په ټولنيزو رسنيو خپره شوې چې نوموړي په کې ويلي دوی ته د خلکو آبادي او تمدن لومړيتوب نه لري که يې درلود شل کاله مو جګړه نه کوله.
نوموړي په دې وېډيو کې پر افغان ښځو د تازه لګېدلو بنديزونو په اړه ويلي که اټوم بم هم راباندې استعمال شي دا بندیزونه به لېرې نه کړي.
ندا محمد نديم په وېډيو کې شل کاله مخکې د اسامه بن لادن پېښې ته هم اشاره کوي او اعتراف کوي چې د دوی د لومړنۍ واکمنۍ لومړيو وختونو پرمهال اسامه په افغانستان کې او له دوی سره وو.
د طالبانو وزير ملا ندا محمد نديم داسې مهال د القاعده شبکې پخواني مشر اسامه بن لادن حضور تاييدوي چې روان کال په جولای مياشت کې د امریکا بې پیلوټه الوتکې په برید کې د القاعده مشر ايمن الظواهري هم په کابل کې ووژل شو.
په ورته مهال بيا ډ طالبانو د لوړو زده کړو وزارت وياند د ندا محمد نديم خپره يې ويډيو پخوانۍ بللې او وايي دا د هغه وخت خبرې وې کله چې ملا نديم ډ کابل والي وو.
خو د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت وياند داسې مهال د ندا محمد نوې څرګندونې ردوي او پخوانۍ يې بولي چې هغه مهال پر افغان ښځو بنديزونه نه وو لګېدلي.
خو د ملا ندا محمد نديم څرکندونو په خواله رسنيو کې د فعالانو غوسه راپارولې او وايي وګورئ چې طالبان خپله اعتراف کوي چې دوی د افغانانو ابادي او تمدن نه غواړي.
د طالبانو حکومت په دې وروستيو کې د خپلو غير معقولانه او بې ځايه پرېکړو له امله په هېواد دننه او بهر له تندو غبرګونونو سره مخ دی.
Comments are closed.