The news is by your side.

پر افغانانو د طالبانو د بریدونو ګواښ زلمي ‌خلیلزاد قطر وننګاوه

خبریال ډاټ کام / د امریکا متحده ایالاتو د مذاکراتيټیم مشر زلمي خلیلزاد پر افغان ځواکونو د طالبانو د بریدونو په تړاو د شوي ګواښپه اړه اندېښنه ښودلې او سم دستيیې د قطري چارواکو سره پر یاده موضوع د خبرو لپاره اړیکه نیولې ده .

په قطر کې د طالبانو د مذاکراتيټیم یوه غړی خبریال ویب پاڼې ته وویل چې زلميخلیلزاد دبریدونو په تړاو د طالبان د قطر دفتر له مشر ملا برادر سره هم خبريکړي دي‌.

په قطر کې موجود دخبریال ډاټ کام همکار د زلمی خلیلزاد د نېژدې سرچېنې له خولې واييچې ښاغلی خلیلزاد اندېښمن وو او ویل یې چې دا ډول کړنې د امرکا او طالبانو ترمنځ شوې هوکړه زیانمنولای شي‌.

دا خبره لا تر اوسه د زلمي‌ خلیلزاد له لوري په رسمي ډول نه ده ویل شوې ،خو خبریال ته سرچېنو وویل چې هغه سخت اندېښمن وو.

تېره ورځ د طالبانو له لوري د جنوبي ولایتونو لپاره د نظاميکمېسیون مشر ملا ذاکر یو لیکلی پیغام خپلو قوماندانانو ته استولی چې پر افغان امنیتيځواکونو خپل بریدونه پیل کړي‌.

د طالبانو دغه پرېکړي د افغانانو غبرګونونه را وپارول او دا یې دافغانانو خلاف د طالبانو او پاکستان دسیسه وبلله .

که څه هم تر ډېره بریده د طالبانو له لوريدافغانانو خلاف د بریدونو په تړاو شوی اعلان تر ډېره بریده تبلیغاتيبڼه لرياو طالبان غواړيچې خپل صفوف په دا ډول خونديوساتي، خو په لویه کې ددوی له لوريداسيپرېکړه چې پر امریکایانو بریدونه مه کوی او افغانان په نښه کړئ د ډېرو په اند د افغان دښمني پرته بل څه نه لري .

طالبانو او امریکا یانو د فبروري پر ۲۹ نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولي په نوم یو تړون لاسلیک کړ چې له مخي یې امریکا یان په تدریجي ډول په څه دپاسه یو کال کې په افغانستان کې د مېشتو ناټو او امریکا یي ځواکونو لویه برخه اوباسي ،او طالبان به یې په بدل کې د رواني مارچ میاشتيله (۱۰) نېټه بین الفغانيخبريپیل کوي‌.

دم ګړی داسي ښکاريچې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ ښايي بین الفغانيخبري پر خپل وخت پیل نشي او وځنډېږي .

ډېری افغانان په دې باور ديچې د خبرو مرحله کړکېچنه او پېچلې ده ، ښايي نور وخت هم واخلي ،خو دواړه لوريهغه مهال پایلياو نتیجې ته رسېدلای شيچې د سوليیوې ریښتونې پروسې ته لار هواره کړي . او د پردیو لپاره دافغانانو خوښۍ قرباني نه کړي‌.

افغانان په تېره د تاوتریخواليد کنټرول په اونۍ کې تر بل هروخت په تېرو شلو کلونو کې سوليته خوښ برېښېدل خو د طالبانو ننياعلان یې هیلين ېمګړې کړې .

  

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.