The news is by your side.

ولسمشر غني د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ ننګرهار ته تللی

خبریال ډاټ کام: افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ څو شېبې وړاندې د ننګرهار ولایت د عمومي امنیت د ارزونې پر موخه مرکز جلال اباد ښار ته رسېدلی دی.

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، چې ولسمشر غني نن سهار جلال اباد ښار ته راورسېد چې دلته به د عمومي امنیت د ارزونې پرموخه بیلابیلې ناستې وکړي او هم به د ننګرهار ولس سره په یوې ستره غونډه کې ګډون وکړي.

ارګ هم د ولسمشر غني د دې ناڅاپي سفر په اړه خبر ورکړی دی چې نوموړی به نن د ملکي او نظامي مسوولینو سره د غونډې ترڅنګ د یاد ولایت مشرانو او نورو بیلابیلو اقشارو استازو سره هم کتنې وکړي.

ولایتي چارواکي وایي، چې د ولسمشر غني دغې سفر ته دوی په بشپړه توګه تیاری نیولی دی چې د ورځې په اوږدو کې به بیلابیلې پلان شوې ناستې هم ترسره شي.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وایي، داچې په دې ولایت کې دنیالګیو کښېنلو موسم هم دی، نو په دې ترتیب به ولسمشر غني هم د نیالګیو کینولو د پیلیدو پر موخه په خپل لاس نیالګی کېنوي.

د هغه پر وینا د دې کار موخه داده څو ولسونه په خپلو سیمو کې د نیالګیو کینولو ته دوام ورکړي څو د ننګرهار د ابادۍ سبب وګرځي.

داسې هم ویل کېږي چې ښایي ولسمشر غني ننګرهار ولایت ته د سفر په لړ کې د دې ولایت والي شاه محمود میاخېل هم د یو لړ مراسمو په ترڅ کې وستایي.

ولسمشر غني د والي شاه محمود مېاخېل هغه هڅې ستایلي دي چې په ننګرهار ولایت کې د افغانیو دودول عام کړي او پاکستانۍ کلدارې یې نورې له منځه وړي.

د ولسمشر غني د راتګ سره سم ښار ته د تګ راتګ لارې تړل شوي دي چې خلک یې خورا له سختو ستونزو سره مخ کړي دي او وایي، چې دوی نن د پوهنتونونو او ښوونځیو بېرته راګرځېدلي دي.

خلک نیوکي کوي چې ننګرهار ولایت ته هرځل د ولسمشر غني په راتګ سره سم د ښار په شمول د ولسوالیو هغه لویې لارې هم تړل کېږي چې د جلال اباد ښار سره تړل شوي دي.

ولسمشر غني د تېر ۲۰۱۹ کال په وروستیو کې د نومبر میاشت پر ۱۹ مه نېټه هم ننګرهار ته راغلی و چې د خپل سفر پر مهال یې له ننګرهاریانو سره ډیرې ژمنې وکړې.

ننګرهاریان وایي، چې ولسمشر غني له لوری ورسره ډیرې ژمنې شوي دې، خو یو شمېر مهمې او د اړتیا وړ یې لا هم نه دي پوره شوي او دا ځل هیله لري چې ولسمشر غني یې غږ واوري او کړې ژمنې عملي کړي.

خو په دې وروستیو کې د ولسمشر غني د ژمنو له مخې په ننګرهار کې یو شمېر پروژې هم پرانیستل شوې چې د هغې په لړکې د ښوونځیو او جوماتونو جوړولو ترڅنګ نورې په لسګونه پروژې پیل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.